ډیموکراسي هسې دروغ دي

مدثر اسلامي

د ډیموکراتیکو نظامونو په اړه ډیری ادبیات پدې سلا شوي چې ډیموکراسي یواځې په تیوري یا نظري بڼه د حکومتولۍ ښه بڼه ده، خو په عمل کې په بشپړ او سم ډول نه پلې کیږي.

د ډیموکراسي درې اساسي ارزښتونه (ازادي، برابري او عدالت) تر ډیره د حکومتونو او ټولنو په خوښه او د هغوی له شرایطو سره سم تعبیر او پلي یا نه پلي کیږي.

د نړۍ لوی قدرتونه، ډیموکراسي د یو امتیاز په توګه یواځې د خپلو ځانونو لپاره غواړي. امریکا او اروپا غواړي چې ولسونه یې له ډیموکراتیکو لارو حکومتونه وټاکي؛ خو که د همدې ډیموکراتیکو اصولو پر مټ مسلمانان په فلسطین، مصر، تونس، الجزایر، ترکیه او… کې د حکومت جوړولو لپاره ټاکل کیږي، د دنیا قدرتونه یې مخه نیسي او آن په وړاندې یې د نظامي کودتاګانو ملاتړ کوي.

امریکا او اروپا د نړۍ په کمو پرمختللو هیوادونو کې د دې لپاره د ازادي او حقونو شعارونه پورته کوي چې په یادو هیوادونو کې خپل فکري او فرهنګي نفوذ خپور کړي. د تمدنونو د ټکر په تناظر کې دا کار د دې لپاره کیږي چې امریکايي او اروپايي فکر او کلتور د اصیلو او لوړو ارزښتونو په توګه ومنل شي او خلک د پرمختګ راز د امریکا او اروپا په څیر فکر او ژوند کولو کې وګڼي.

چیرته چې د یادو قدرتونو د ګټو خوندي کیدل مطرح وي او یا په ډیموکراتیک ډول داسې حکومتونه واک ته رسیږي چې د امریکا او اروپا د سیکولر او لیبرالو ارزښتونو مخالفت او په وړاندې یې دریدل ممکن کیږي، هلته همدا قدرتونه د دیکتاتورو نظامونو او کړیو ملاتړ ته چمتو کیږي او آن د ولسونو په ځپلو کې د ظالمو او قاتلو حکومتونو لاسنیوی کوي.

افغانستان کې د ازادي او حقونو شعارونه د دې لپاره نه پورته کیږي چې ګواکې امریکایان او اروپایان په ریښتیا زمونږ سره د همدردي سوچ اخیستي او غواړي حقونه مو خوندي شي؛ بلکې غواړي چې په سیمې د کنټرول په موخه د هغوی د سیاسي او نظامي برلاسي تر څنګ، مونږ په ارزښتي او فکري ډول له هغوی سره وتړل شو او پدې برخه کې تل د هغوی د احسان اړتیا احساس کړو. پدې توګه په خپلو اصولو زمونږ باور کمزوری کیږي او د خلاصون لار یواځې د امریکايي او غربي فکر په خپلولو کې راته ښکاري.

د هغو وګړو، چې د ډیموکراسي شعارونه په پټو سترګو زمزمه کوي، په عمل کې دوه رنګي ته پام وکړئ چې ډیری یې هغه ازادیو ته، چې د افغان میرمنو لپاره یې غواړي، د خپلې کورنۍ په کچه قانع ندي. ډیر شمیر داسې کسان شته چې په ښکاره د ښځو او نرو ګډ تعلیم ته تبلیغ کوي، خو د خپلې کورنۍ غړي داسې چاپیریال ته د درس لپاره لیږي چې جلا تعلیمي اسانتیاوې ولري.

د ډیموکراسي په دروغجنه فضا کې د انسان له مرګ او ژوند سره دوه ګونی تعامل کیږي. د وسلوالو ډلو له لوري وژل شوي مظلوم شهیدان دي، خو د ډرون (بې پیلوټه) حملو ملکي قربانیان هم تروریستان ګڼل کیږي.

مدثر اسلامي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نړی نن صبا د حق او باطل په دوه قطبو ویشل شوی، اسلام حق او کفر د باطل اړخ نیولی الهی نظام د اسلامی عدالت په واسطه د هر ډول بی عدالتیو، استثمار او وحشت مخه نیولی او په مخالف اړخ کی باطل قرار لری د هغوی نړیوال دین او نظام همدغه د موکراسی ده .
دموکراس( ډمو کراسی )اصلا [ غلامی، وحشت او ګډوډیو ته وایی ] یعنی د اسلام په مخالف قطب کی قرار لری یعنی حرام او حرام یی د تاسلام به مخالف قطب کی قرار لری