ورزش

افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ غوراوي کميټې نن د پنجشنبې په ورځ د ايرلينډ پر وړاندې شل اوريزو سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې چټک توپ اچونکی شاپور ځدران له يو نيم کال وروسته، او سمیع الله شينواری هم له اوږدې مودې وروسته لوبډلې ته راستانه شوي دي. دغه راز ځوان آلراونډر عظمت الله عمرزی هم نوملړ کې شامل شوی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې اصغر افغان «لوبډلمشر»، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان «مرستیال لوبډلمشر»، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني شامل دي.

د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د خبري ناستې پرمهال وویل چی د شل اوریزه لوبو تر ټولو غوره لوبغاړو ته په دې نوملړ کې ځای ورکړل شوی، دغه راز د حضرت ځاځي فټنس ورا تر بلې ښه کيږي، مګر عظمت الله او قيس احمد د ملي لوبډلې راتلونکي دي، «دوی ته ځکه ځای ورکړل شوی چې استعداد يې ضايع نه شي».

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلينډ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب درې نړیوالې شل اوریزې لوبې د روان کال مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه د هند په ګرېټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close