افغانستان

کندز: طالبانو د قومندان په ګډون درې عسکر ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندز ولايت په مرکز کې په دولتي عسکرو بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې دوه عسکر وژل شوي او د قومندان په ګډون درې عسکر طالبانو ژوندی نيولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کندز ولايت مرکز اړوند کندز- خان اباد په لويه لاره يې د دولتي عسکرو په ګزمه بريد کړی دی او ياد عسکر يې وژلي او نيولي دي.

مجاهد وايي چې په دې بريد کې د عنايت په نوم د دولتي عسکرو يو قومندان او دوه عسکر ژوندي نيولي دي.

د کندز ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x