
بلخ: ۵۴ دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بلخ ولايت په څو بيلابيلو سيمو کې ۵۴ دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او طالبانو ته ورغلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ ولايت په زارع، کلدار او خاص بلخ ولسواليو کې ۵۴ دولتي عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.
#الفتح:
مهم: د بلخ ولایت زارع، کلدار او خاص بلخ ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۵۴ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل. pic.twitter.com/RqARUOonZr— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 6, 2020
مجاهد وايي چې يادو عسکرو ته د سيمه ييزو طالبانو او جلب وجذب کميسيون د مسؤلينو له لوري هر کلی وويل شو او عسکر يې خپل عادي ژوند ته سوق کړل.
له دولتي ليکو د عسکرو او پوليسو د راجلاکېدو او خپل عادي ژوند ته د راګرځېدو لړۍ په دې وروستيو کې تيزه شوې ده چې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې تر اوسه په بيلابيلو ولايتونو کې سلګونه تنه عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي دي.
د بلخ ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلی.
څو ورځې وړاندې په بدخشان، بلخ، بغلان او تخار ولايتونو کې هم دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي وو.
KA SHPA HAR CHO TIARAH WE STOORI KHAKARI
DAGHA HAQIQAT DI DA TARIKH PA MADAAH