ټولنیزه برخه

د شاباسي ګروپ/ جاوید چوهدري

لیکنه: جاويد چوهدري

ژباړه: ابو ناهيد

د پاریس په اوپیرا هاؤس کې د مشرقي یورپ یو نامتو سندر غاړی د کنسرت لپاره راتلونکی و، د اوپیرا د ټولو تالارونو او ګیلریانو ټکټونه پلورل شوي و، تماشه کونکي په دهلېزونو او زینو باندې ولاړوو او د سندرغاړي د کمال لیدلو ته یې انتظار ایست.

د کنسرت د پیل شیبې راورسېدې د پاریس شوقیانو په خپلو قیمتي جامو عطرونو پاشلي، تالارونو ته راورسېدل او په بې تابۍ د کنسرت شروع کیدلو ته منتظر وو، مګر د انتظار شیبې پسې اوږدېدې، وخت خپل مزل ته دوام ورکاوه او په اوپېرا هاوس کې ناستو نارینه و او ښځو په ناقراري یو بل ته کتل.

ناڅاپه پرده پورته شوه او د کنسرت منتظم مایک په لاس ونیو او په غمجنه لهجه یې وویل: آغلیو او شاغلیو ښځو او نارینه و په خواشینۍ سره باید ووایم چې زموږ په ګران میوزک ژغونکي د زړه دوره راغله او روغتون ته مو ولیږداوه، په ډیر تاسف سره باید یادونه وکړم چې تاسي د هغه د هنر لیدلو لپاره دلته راغونډ شوي یاست مګر انسان د خدای په کارونو کې څه نه شي کولای، په هر حال له موږ سره د پاریس یو ځوان میوزیک غژونکی شته.

دا میوزیک غژونکی هم همدومره خوندور وائلن ژغوي د څومره خوندور وائلن اورېدلو لپاره چې تاسي دلته را ټول شوي یاست، له تاسي څخه دا هیله لرم چې دغه ځوان ته د خپل هنر د ښکاره کولو موقعه ورکړئ تاسي به مایوسه نشئ، له دې سره سم د کنسرت مدیر یو غیر مشهور نوم یاد کړ او یو دیرش کلن، دودیرش کلن ځوان له وائلن سره د سټېج په سر راښکاره شو، هغه وائلن ژغول پیل کړل مګر خلک يې متاثر نکړای شول، هغوی د غوسې په حالت کې یو بل ته کتل او پخپلو کې سره پسنېدل.

ځوان وائلن ژغاوه، ژغاوه کله چې ستړی شو نو د ستایني د تر لاسه کولو په موخه په تالار کې د ناستو خلکو په وړاندې څو ځله په ملا خم شو مګر په تالار کې ویرونکې چوپتیا خوره وه.

وائلن ژغونکی مایوس شو غوښتل یې په تلوار له تالاره ووځي، مګر  ناڅاپه د ناستو کسانو په منځ کې یو ماشوم راپورته شو، په څوکۍ ودرید او له چک چکو سره یې په زوره نارې کړې ’’یو آر ونډر فل، یو آر ونډر فل، ما تر اوسه داسې ښه وائلن نه و اورېدلی، “ویل ډن پیټر، ویل ډن پیټر‘‘ د وائلن ژغونکي پر شونډو مسکا خپره شوه، هغه پر شونډو لاس کېښود او له ماشوم څخه یې هوائی مچه واخېسته او د خلکو په وړاندې په ملا خم شو۔

په تالار کې ناستو کسانو د ماشوم د چک چکو او شاباسي په لیدلو احساس وکړ چې د وائلن ژغونکي وائلن دومره بد هم نه و چې شاباسی ورنکړو، ټول له څوکیو ولاړ شول او چک چکې یې پیل کړې او په یوه خوله یې د “ویل ډن پیټر” نارې وهلې.

هغه ټوله شپه وائلن وژغاوه او لیدونکو چک چکې ورته وهلې تر دې چې د شپې په وروستۍ برخه کې ځوان د پاریس ښه وائلن ژغونکی وګرځېد، د ده د ژوند نوی کیریئر پیل شوی و چې د اته کلن ماشوم د چک چکو تر احسان لاندې و.

موږ ټول انسانان یو او د انسان لپاره ستاینه، چک چکې، ویل ډن، شاباش، ډیر ښه او “تا خو بیخي کمال وکړ” غوندې الفاظ د اکیسجن حیثیت لري.

موږ چې په ژوند کې څه کوو، روزانه کوم تکالیف او مشقتونه برداشتوو، له سهاره تر ماشامه چې د کسب، کار او فن کوم بار پر خپلو اوږو ګرځوو د هغه بس همدا یو مقصد وي ویل ډن، واہ واہ، شاباش او څومره ښه، بس.

زموږ ټول ژوند او ټولي خوارۍ له دې څو الفاظو سره تړلې وي، د انسان او حیوان تر منځ فرق صرف په نوښت کې دی، انسان خپلي هرې محرومۍ ته د خپلو نوښتګرو صلاحیتونو په واسطه شکست ورکړی دی حال دا چې څاروي داسي نه شي کولای، مثلاً اللہ تعالی انسان ته شپه ورکړه، انسان د مشال، څراغ، شمعي او برق په ذریعه شپه په ورځ بدله کړه، الله تعالی انسان تر شنه اسمان لاندې په لوڅه ځمکه پیدا کړ، هغه ته یې د خولې بوی ورکړ، او هغه یې لوڅ بدن لوڅې پښې ځمکې ته راولېږه، هغه ته یې کمزورې پښې ورکړې، بې پنجو (منګولو) یې پیدا کړ، د هغه پوستکی نرم،  او سر یې له ښکرونو، جسم یې له وزرونو او خوله یې له تیره څوکو لرونکو غاښونو محرومه کړه، مګر انسان دغه ټولي محرومۍ د وسلې، تیزو موټرونو، بلټ پروف( ضد مرمۍ) جاکټونو، مضبوطو پایزارو، ښائسته جامو، خوشبویه صابن، شامپو او عطرو، د زلزلې ضد کورونو، طیارو او چتریانو په جوړولو سره ختمې کړې، حال دا چې د انسان په مقابل کې د نړۍ هیڅ کوم څاروي تر اوسه نه یو کور جوړ کړ، نه یې طیاره جوړه کړه، نه یې شامپو ایجاد کړه او نه یې کوم د غاښو برش جوړول زده کړل۔

د نړۍ د اولني انسان او د نن د یوشتمې پیړۍ د انسان د ژوند په منځ کې اوه اسمانه فرق دی په داسي حال کې د نړۍ د اولني پسه او د نن د یوشتمې پیړۍ د پسه، د حضرت ادم علیه السلام د زمانې د ګامېښې او د نن زمانې دسپرسانګ په ګامېښه کې هیڅ فرق نشته، پرون یې هم واښه خوړل او نن یې هم ګذاره په وښو ده!

بس همدا د انسان او څارویو تر منځ فرق دی مګر دا فرق څنګه پیدا شو؟دا فرق د چک چکو، شاباش او واه واه مرهون منت دی۔

په انسان کې د نورو د متاثر کولو بې انتها خواهش موجود دی، دی خپل شهرت ’’ٹائم لیس‘‘ (بې وخته)جوړول غواړي، د ده ارزو او تمنا دا وي چې که له پېړیو تېریدلو وروسته هم د ده نوم واخیستل شي نو خلک دې له څوکیو راپورته شي او چک چکې دې ووهي۔

موږ چې کله د اته کلن ماشوم په څېر په خپله چوکۍ ودریږو او د یو چا لپاره چک چکې وهو، یا “ویل ډن بشیر” یا “شاباش بشیر” وایو نو د هغه حوصله په یوه ثانیه کې اتلسم ګېر ته لویږي، په هغه کې پټ آئن اسټائن د محرومۍ پوستکي په مښوکه څیروي او په هغه کې موجود بل گیټس د بطن دیوالونه په نوکانو توږي۔

تاسي د دنیا د نوموتو کسانو( تاریخ)  وګورئ؛ تاسي ته به د هرکس په ژوند کې د اته کلن ماشوم په څیر یو نه یو مداح په لاس درشي چې هغه له چوکۍ پورته شوی وي او د هغه لپاره یې د “ویل ڈن ناره” کړې وي  او همدې یوې نارې به د هغه ټولې ترخې او د محرومیو داغونه وینځلي وي۔

انسان ته د کامیابي لپاره د نورو انسانانو د همت او مرستې ضرورت وي او په کومه ټولنه کې چې د نورو کسانو همت افزائي د لائف اسٹائل( د ژوند د ډول) برخه ګرځول شوې وي، په کومه ټولنه کې چې خلک د نورو  سپورټ( ملاتړ) ته د روټین ( د ورځني ژوند) شکل ورکوي، په هغې کې د کامیابه کسانو شمار ډیر وي او په کومه ټولنه کې چې خلک د نورو حوصله افزائی نه کوي هغه ټولنې د محرومیت ښکار وي او د کامیابه کسانو شتون پکې د عنقا په څېر وي۔

زه چې کله د انسان د دې فطرت په هینداره کې خپلي ټولنې ته ګورم نو ډیر افسوس کوم، موږ نورو ته په چک چکې کولو کې څومره بخیلان یو؟

مړه به شوو خو زموږ له خولو به د نورو لپاره د ویل ډن یا شاباش الفاظ راو نه وځي او زموږ دغه بخیلي زموږ ټولنه د مصیبتونو کور ګرځولې ده.

موږ ټول په ټینشن( رواني ستونځو) کې ژوند تېروو، موږ د شاباش پر ځای د ګیلو ماهرین یو.

ته له ننه څار وکړه تاته به محسوسه شي چې په موږ کې د ډیرو کسانو خبرې په ګیلو اسټارټ (پیل) کیږي او په ګیلو ختمیږي، موږ که له یو ملګري سره مخ کیږو نو زموږ لومړنۍ جمله همدا وي، ’’یاره ته خو اوس په دوربین کې نه معلومیږې، ته چیرته ورک وې، پنځلس ځله مې تلیفون درته وکړ مګر تا له سره اوچت نکړ، اوس خو یې ته غټه ډنګوې زموږ غریبانو په کیسه کې لا نه یې  وغیره وغیره‘‘ بل لا دا چې موږ د نورو د خوښیو په اړه داسې تأثر وړاندې کوو لکه موږ چې بالکل پرې خبر نه یو او دغو دواړو رجحاناتو زموږ ټولنه د تباهي پر څوکه درولې ده.

ما له خپلو ملګرو سره په ګډه یو د شاباسي ګروپ جوړ کړی دی، موږ دا فیصله کړې ده چې له ژونده به ګیلې نه کوو، خپلې خبرې به په ګیلو نه پیلوو، او که مو چیرته کوم کس د کوشش په حال کې ليده نو د اته کلن ماشوم په څېر به ورته چک چکې کوو او حوصله افزائي به یې کوو.

زموږ دا ګروپ کامیاب روان دی، او ورسره موږ په خپله دائره کې د صحت په اړه هم بدلون احساسوو.

زما غوښتنه دا ده چې له نن څخه ته هم زموږ د دې ګروپ غړی شه.

سر له ننه ګیلې پرېږده او د نورو په کامیابیو او ښېګڼو د دغه اته کلن ماشوم په ډول چک چکې پيل کړه،

یقین وکړه ستا او د ټولنې ترخه به لږ شي او له ټولو به یوه انساني ټولنه جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x