افغانستان

پاکستان: تمه ده د طالبانو او امریکا خبرې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیواد یې په دې تمه دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ روانې خبرې یوې منطقي پایلې ته ورسېږي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره پرانیزي.

دغه څرګندونې د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاندې «عایشه فاروقي» په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړې ویلي « پاکستان د افغانستان د سولې خبرې له نږدې څاري او تمه لري، چې دا مذاکرات یوې منطقي پایلې ته ورسېږي، څو له مخې یې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره خلاصه شي او په جنګ ځپلي هیواد کې ثبات راشي.»

د عایشې په قول، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د پرمختګ بحث پاکستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال شوی وو.

پاکستان داسې مهال د طالبانو او امریکا مذاکراتو پایلې ته په تمه دی، چې په قطر کې د سولې روان مذاکرات ټکني شوي ښکاري او طالبان یې مسئولیت افغان حکومت او امریکا ته ور له غاړې کوي.

د طالبانو په خبره، د امریکایي لوري پرلپسې نویو غوښتنو د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی به د یوی لیکنی اړه وی. بیا هم افغانستان کی څو ډوله خلک شتون لری ۱ ـ د اشغال وسلوال مخالف او د الهی نظام قیامونکی ( طالب مجاهدین ) ۲ ـ د اشغال بی وسلی مخالف چه د هیواد قاطع او خاموش اکثریت ۳ ـ بی تفاوته ، چه کاروبار یی چالان وی خوشاله دی. ۴ ـ د اشغال بارنی او داخلی غلامان( د غلامی اداری نننی او پورنی چارواکی). که طالبان بین الافغانی مذاکرات له دوهمی ډلی سره کوی ګډ حکومت ورسره جوړوی سمه ده په چهاد کی هم ورسره پټ پناه ملګری وو لږ ترلږه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x