افغانستان

«خوست کې تښتول شوی امریکایي د سمندري ځواک غړی و»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی امریکایي وګړی، د سمندري ځواک غړی پاتې شوی وو.

د نیوزویک مجلې د راپور په اساس، ۵۷ کلن فیریکس د امریکا د سمندري ځواک موټروان پاتې شوی وو، په دې برخه کې یې د نړیوال لوژستیک ملاتړ د تنظیم مسئولیت ترسره کړی وو او تر څنګ یې د سوډان، عراق او افغانستان په ګډون په ګڼو سیمو کې د انجینر  او قراردادي په حیث وظیفه ترسره کړې.

سرچینه د یوه افغان امنیتي چارواکي له قوله لیکي، چې فیریکس تېره جمعه ورځ په خوست ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه د نامعلومه کسانو له لوري تښتول شوی او تر دې دمه یې هیڅ ډلې د تري تم کولو مسئولیت نه دی منلی.

د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د فیریکس د موندلو په موخه پراخ استخباراتي تحقیقات کړي او د موقیعت د معلومولو هڅه یې کړې؛ خو د افغانستان خراب موسم د نوموړي د موندلو د عملیاتو په مخ کې خنډ ګرځېدلي.

که څه هم امریکایي ځواکونه باور لري، فیریکس د طالبانو د حقاني شبکې له لوري تښتول شوی؛ خو «الجزیره» د طالبانو له قوله لیکي، چې هغوی تر دې دمه د پېښې په تړاو مالومات نه لري.

یاده دې وي، که څه هم د «فیریکس» د تښتولو مسئولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې ګڼ شمېر بهرنیان د طالبانو لاس ته ورغلي، چې له ډلې یې ځيني بیا د طالب مشرانو د خلاصون په بدل کې ازاد شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x