
لغمان: طالبانو بې پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره ورځ په لغمان ولايت کې د امريکایي ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې يې ده.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ مازيګر مهال د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند دُر دوري سيمه کې يې د امريکا بې پيلوټه کشفي الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې يې ده.
مجاهد وايي چې د ويشتل شوې الوتکې پاتې شوني او ټوټې هم په سيمه کې پرتې دي.
https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1225476074626310146
په هغو انځورونو کې چې ښاغلي مجاهد په خپل ټويټر خپاره کړي ليدل کيږي چې د الوتکې پاتې شوني هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي او د هغوی تر واک لاندې سيمه کې ياده الوتکه رانسکوره شوې ده.
تر اوسه د لغمان ولايتي چارواکو او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې طالبانو د بهرنيو ځواکونو په الوتکو بريدونه زيات کړي دي او په تيره يوه مياشت کې يې څو الوتکې چې يوه يې د امريکايي ځواکونو مهمه نظامي الوتکه وه رانسکورې کړي دي.