
بغلان: ۴۸ دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له دولتي ليکو د عسکرو او پوليسو د جلاکېدو لړۍ په دوام دا ځل بيا په بغلان ولایت کې ۴۸ دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او عادي ژوند ته راګرځيدلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ د بغلان ولايت نهرين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۸ دولتي عسکر، پوليس او اربکيان له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.
#الفتح:
مهم خبر: د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍپه مربوطاتو کې هم د کابل ادارې ۴۸ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.
د دعوت او ارشاد مسئولینو یې هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل. pic.twitter.com/ZNmXUD8FiP— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 7, 2020
مجاهد وايي چې يادو عسکرو ته د دعوت ارشاد مسؤلينو له لوري هر کلی وويل شو او خپل عادي ژوند ته يې سوق کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم د بلخ ولايت په په زارع، کلدار او خاص بلخ ولسواليو کې هم ۵۴ دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي وو او طالبانو ته ورغلي وو.
له دولتي ليکو د عسکرو، پوليسو او اربکيانو د راجلا کېدو لړۍ تر بل هر وخت ګړندۍ شوې ده او له تېرې يوې مياشتې راهيسې په سلګونو عسکرو له خپلو دندو لاس اخيستی او طالبانو سره يو ځای شوي دی.
د بغلان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دائ ډېر ده هوشېارتوب کار کړئ ده
په خپل څان رحم او په خپله کوره نئ هم رحم
ماشاالله
دا نورو ته ئ هم ده ظالېمانو ده ېاری څخه ده بېزارې او جلاء کړون په هېله