افغانستان

له نشه یي توکو سره د مبارزي مدیر ستر قاچاقبر وخوت

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، دکابل د امنیه قومانداني له نشه یي توکو سره د مبارزې برحاله مدیر «میان احمد احمدي» د نشه یي توکو ستر قاچاقبر ختلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي «د کابل د امنیه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر، میان احمد احمدي، چې د نشه توکو ستر قاچاق وړونکی او مافیا او په کابل کې د نشه یې توکو د خورولو ستر ملاتړی وو؛ په دې وروستیو کې د دغه وزارت د عملیاتي منسوبینو لخوا، ونیول شو، هغه وویل میان احمد، چې د افغان سویس ګروپ رییس هم وو، د کابل ښار په ټولو حوزو کې یې نشه یي توکي خوروله او د نشه یي توکو له پلورونکو څخه یې باج اخیسته .»

نوموړي زیاته کړې «له میان احمد سره، د کابل ښار د پنځمې حوزې له نشه یي توکو سره د مبارزې آمر، لومړی څارن اجمل، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د عملیاتي ټیم قوماندان، لومړی څارن عبادالرحمن، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کیمیاوي توکو د کنترول مدیریت مرستیال، سمونیار الله داد، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د تحلیل او ارزونې مدیریت آمر، څارمن فریدالله او د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د کشف مدیریت آمر، لومړی څارن لمر هم نیول شوي دي.»

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې د کابل حکومت یو چارواکی په جنایي جرمونو تورن بلل کېږي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا امنیتي او ملکي بنسټونه په فساد او له مافیا سره په اړیکو درلودلو تورن شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

له کرزی نیولی تر غنی عبدالله ، وزیرانو ، وکیلانو ، جنرالانو قاضیان او هغه او دغه ریسان ملی مافیه ده د بین المللی مافیه ( اشغالګرو ) سره په ګډه په ټولو نشه توکو ، معدنیاتو ، فاحشه خانو ، لواطت او داسی نورو کړنو کی چه ډیری روپی جوړیږی کی ونډه یا ګډون لری ، د همدی امله ورته غلامه اداره ویل کیږی . هو، غلامانو کی هم لوی غلامان، منځنی غلامان او کوچنی غلامان شتون لری، لوی غلامان د کوچنیو او منځنیو غلامانو ته کار اسانوی ، ملاتړ یی کوی که ونیول شی واپس یی خوښی کوی… نور لوستل »

انجینر سخی ګل

په افغانستان کی عجیب ظلم روان دی چه حد او اندازه نلری د یوی خوانه په زرګونه هکتاره ځکه په مخدره موادو کرل کیژی دولتی مقامات مو په قچاق کی اخته دی د بلی خوانه په زرګونه خلک د مافیا لخوا په زندانونوکی د مخدره موادو په نامه بندان دی په لکونه فامیلونه بی سرنوشته دی ټول بندیان باید خوشی شی تریاق باید صفر شی وروسته که چا د تریاقو کاربار وکړ نو باید په اشد مجازات محاکمه شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x