افغانستان

کابل ښار کې د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستيال وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستيال او لوړپوړی غړی شيخ خالد حقاني له يوه بل قومندان قاري سیف يونس سره د کابل ښار تر ټولو خوندي انټر کانټيننټل هوټل ته څېرمه مړ موندل شوی دی.

پاکستاني طالبانو ويلي، شيخ خالد او د دې ډلې بل قومندان قاري سيف يونس د مشرانو په غوښتنه د پټې ليدنې لپاره کابل ته تللی و، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د دواړو کسانو مړي تېره اونۍ د کانټيننټل هوټل ته څېرمه موندل شوي وو، خو د نورو مرموزو وژنو په څېر ډېر د چا پام نه و ور اوښتی.

پاکستاني طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دواړه کسان د مشرانو په غوښتنه د پټو ليدنو په موخه کابل ته تللي وو، خو دا يې نه دي ويلي، چې دغو دواړو کسانو هلته له چا سره ليدل.

د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کابل حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو تر اوسه يې په دې اړه کره اسناد نه دي وړاندې کړي.

په مقابل کې يې پاکستان د کابل حکومت او هند د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي، چې د افغانستان ملي امنيت اداره او هندي استخباراتي د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.

په عين حال کې د ګډ حکومت مشرانو په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، دوی د پاکستاني طالبانو د مشرانو او قومندانانو په وژلو او نيولو کې له پاکستان سره مرستې کړي، د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله او يو شمېر نورو قومندانانو نومونه يې د نمونې په توګه ياد کړي دي.

د پاکستاني طالبانو بل پخواني مرستيال لطيف الله مسيد هم څلور کاله مخکې د ګډ حکومت له لوري پاکستان ته سپارل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی خبر دی پکی لیکل شوی چه د مشرانو په غوښتنه کابل ته د پټو کتلو د پاره تللی وو مګر دا نه ده مشخص شوی چه د غلامی اداری او که د طالب مشرانو په غوښتنه کابل ته تللی وو . طالب مشران خو کابل کی دومره نشته او که وی هم د ځانګړو معلوماتو یا اړیکو د پاره به هلته وی هغوی د پاکستانی طالبانو سره دا ډول لیدنی پاکستان کی ولی نه ترسره کوی ؟ زیات فکر کوم چه د مشرانو له غوښتنی یی هدف د کابل د غلامی اداری مشران دی. ګوندی د داعشیانو په شان… نور لوستل »

masoom afghan

هغه خلک وس چیرته دي،چې د منظور پښتین لپاره یې په ټول افغانستان کې لاریونونه راویستل.
نن به پاکستاني طالبانو په اړه څوک هم اواز پورته نکړي ځکه دوﺉ طالبان ول،که څه هم دوﺉ د پاکستان فوج په خلاف عملیات کړل.

اصل دوﺉ له پاکستان سره نه بلکه اسلام له پیرویانو سره او اسلام سره دوشمنی لري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x