شعـــــرونه

غزل:فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

منزل ته نه رسيږي دا بېړۍ دا تباهي ده
لاس واخله له غرور او له لويۍ دا تباهي ده

د نوم او د نښان سړي شي سپک لکه خځلې
چې هرڅوک شي اخته په غلامۍ دا تباهي ده

ملنګه زندګي ملنګ حالت له هرڅه ښه دی
توبه ددې فنا ژوند له شاهۍ دا تباهي ده

د پلار له سويو سويو اسويليو نه ځان ساته
ازار وانخلې ګوره د مورکۍ دا تباهي ده

صحبت کوه د نيکو او صالحو انسانانو
ځان ساته د بدانو له دوستۍ دا تباهي ده

د خوار يتيم په غوښو پړسېدليه مردار خوره
کمزورې يې ونه ګڼې سلګۍ دا تباهي ده

مشفقه بختور يې چې د شعر ژبه دې ښه ده
او بچ يې له فاسقې شاعرۍ دا تباهي ده

2020/02/04

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x