افغانستان

د سولي ولسي ټولنه: حکومت د خپل واک لپاره د سولې مخالفت کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په پلازمېنې کابل کې يو شمېر ديني علماء، سياستوال او قومي مشران وايي، د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او د خپل واک ساتلو لپاره د سولې مخالفت کوي.

د سولې ولسي ټولنې په کوربه توب ديني علماوو، سياستوالو او قومي مشرانو په کابل کې رابلل شوې غونډې ته وويل، چې بهرني پوځيان بايد ووځي او په هېواد کې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه سالمه ګټه پورته شي.

د غونډې ويناوالو د افغانستان سولې لپاره د امريکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد څخه هم وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي او نور يې له ځنډولو لاس واخلي.

د سولې ولسي ټولنې غړي وايي، حکومت ځکه د سولې مخالفت کوي، چې د سولې له راتلو سره د دوی واک او ځواک له منځه ځي او حکومتي چارواکي په هېڅ صورت د خپل قدرت له لاسه ورکولو ته نه دي تياري.

پخواني جهادي قومندان او د سولې چارو فعال سيد اکبر اغا هم دغې ناستې ته وويل، که د ګډ حکومت چارواکي د سولې پر وړاندې خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړي، نو ولس به يې پر وړاندې ودريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x