افغانستان

فارن پالیسي: ملي امنیت له امریکایي استخباراتو سره په ګډه دهشت خپروي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې فارن پالیسې مجلې په افغانستان کې د سیاسي فعالانو او د حکومت د منتقدینو وروستیو کړه ییزو وژنو ته په کتو لیکي، چې د کابل حکومت استخبارات د امریکايي استخباراتو د ادارې «سیاه» په مټ غواړي په خلګو کې وېره خپره کړي او په دې توګه د کمونستي رژیم د استخباراتو «خاد» په پل قدم کېږدي.

په خپاره شوي مطلب کې د حسن حقیار او نظر محمد مطمئن د وژلو هڅو او د وحید مژده قتل ته په اشارې لیکي،  اوس زیاتره خلګ باوري دي، چې دا ډول ځنځیري وژنې د حکومت پلوه وسله والو له لوري ترسره کېږي او حکومت غواړي له دې لارې د خپلو سیاسي منتقدینو خولې وتړي.

نظر محمد مطمئن او حسن حقیار هم خپل ژوند په خطر کې ویني او له هیواده د باندې وتلي، مطمئن مجلې ته ویلي «کابل زموږ لپاره امن نه دی.»

د مطلب په بنسټ، په افغانستان کې اوس دواړې استخباراتي ادارې د خپلو شومو اعمالو، د وژلو لپاره د ناوړه تکتیکونو د استعمالولو ، د ولسي خلګو د ربړولو او  ازار او د ملکي تلفاتو د رامنځته کولو له امله بدنامه او رسوا شوي.

فارن پالیسي وړاندې د ملي امنیت د ادارې جوړښت مبهم ښودلی او د نظر محمد مطمئن له قوله یې لیکلي، چې په ملي امنیت کې اکثره هغه کمونستان راټول شوي چا چې له «خاد» سره کار کړی او څرګنده نه ده، چې اخر دوی چاته جواب ویونکي دي.

په مطلب کې وړاندې د خوست د ساتنې ځواک «KPF» د وحشتونو او ربړونو یادونه هم شوې او یاده شوې، چې دا ډله په مستقیم ډول د امریکایي استخباراتو د مرکزي ادارې له لوري رهبري کېږي او هر څه چې کوي، د هغوی په خوښه یې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدظاهر حلیمی

دافغانانوقتل عام روان دی دویری او وحشت عملی روان دی خپرندویه مجله به دراپوریا اخبارله مخی خبرخپروی افغانان داوژنی هر ورځ په سترګووینی اوپه خپلو لاسونود دهشتګرووحشی امریکایانو لخوادشهیدانوجنازی خاوروته سپاری

Adam Khan

No doubt

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x