افغانستان

د روزګان والي: ولس اتیا سلنه حقوقي قضیې طالبانو ته وروړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د روزګان ولایت والي «اسدالله سعید» وایي، په دې ولایت کې مېشت خلګ اتیا سلنه حقوقي مسایل د حل لپاره طالبانو ته وړاندې کوي.

طلوع نیوز د سعید له قوله لیکلي، چې د روزګان ولایت په شپږو ولسوالیو کې عدلي او قضايي ارګانونه شتون نه لري او د عدالت غوښتلو او خپلو قضیو د څېړلو په موخه طالبانو ته ورځي.

سعید زیاتوي « تقریبا زموږ اتیا سلنه ستونزې د طالبانو له لوري حل کېږي؛ ځکه موږ هلته حضور نه لرو، موږ خپله ټوله هڅه کوو، که ولسوال، امنیه قوماندان او نور چارواکي کولای شي، په دې برخو کې فعالیت وکړي موږ پرسونل ورلېږلای شو.

د روزګان والي ددې تر څنګ له لویې څارنوالي غوښتي، څو د ولس ستونزو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې لویه څارنوالي هم دا اندېښنې مني او ادعا کوي، چې د یادو شویو ولسوالیو د وضعیت د څېړلو په موخه یې پلاوی سیمې ته لېږلی.

یاده دې وي، چې د کابل حکومت په لیکو کې فساد، د بډو اخستل، ستونزو ته په وخت نه لاسرسي او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي، چې ولس یې د طالبانو لوري ته ور مات کړي.

طالبانو هم تر خپل واک لاندې سیمو کې د عدلي او حقوقي قضیو د څېړلو لپاره بېلابېلې ادارې جوړې کړې، چې د ولس ستونزې حلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر سخی ګل

لوی ځارنوالی وایی موژ به ډیر زر د ارزګان د خلکو مشکلاتوته لاسرسی و کړو تر ځو عدالت تامین شی زه د لوی ځارنوالی مسولینو ته وایم هلته خو امنیت دطالبانو لخوا تامین شویدی تا سو هلته څه کوی په کابل عدالت تامین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x