افغانستان

عبدالله عبدالله: د طالبانو او امریکا توافق به بین الافغاني مذاکراتو ته لار  هواره کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، تمه لري د طالبانو او امریکا تر منځ احتمالي توافق د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي.

عبدالله عبدالله، چې په کابل کې يې نن یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « د افغانستان خلګو د سولې د تامین له هرې هڅې هرکلی کړی او کوي یې، ځکه موږ څلوېښت کاله د تحمیلي جګړې درد وړی او خلګ سوله خپله لومړنۍ اړتیا بولي.»

عبدالله عبدالله داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته په تمه دی، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات ټکني شوي ښکاري او طالبان یې پړه په حکومت او بهرنیانو اچوي.

په ورته وخت کې اجرائيه ریاست او سیاسیون د سولې په برخه کې له ارګ سره ژور مخالفت لري، ارګ د سولې پروسې په انحصار تورنوي او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل ته د زمینې برابرولو په موخه په یوه بېله طرحه کار کوي.

د شنونکو په باور، د سولې په برخه کې د کابل حکومت د اجزاوو تر منځ اختلاف د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ستر خنډ جوړېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

That is quite correct DONGTARSAIB
They cheated on you, how many times? I believe 3 times
I don’t think that you are gonna be ever, ever the president of Afghanistan.

I think they do not like your childish suits.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x