د نن سرلیکنه

 افغان سوله؛ ټاکونکی پړاو او د حساسیت درک

نن ټکی اسيا سرليکنه

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دا دی نژدې یوولس پړاوه خبرې وشوې. په دې څه کم یو نیم کلنه موده کې دواړه لوري پر دې وتوانېدل چې د هوکړې یوه مسوده چمتو کړي. دا مسوده د اوږدو، سختو او ستړي کوونکو مذاکراتو او چنې وهنو په پایله کې راجوړه شوه. اوس پر مسوده بحث پای ته رسېدلی او خبرې دې ته رسېدلې ده چې دا مسوده څه ډول شرایطو کې لاسلیک شي. د لاسلیک پرمهال عمومي فضا څنګه وي، عامه افکار څنګه مدیریت شي او د تاوتریخوالي کچه کومه سطحه کې وي.

پر دې ټولو سربېره باید هېره نه کړو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک له واشنګټن تر کابله بلا شمېر مخالفین لري. په واشنګټن کې بې له شکه چې د ولسمشر ټرمپ ټیم د افغانستان جګړه یوه بې ګټې او نا پایه جګړه بولي چې اتلس کاله یې د امریکایانو سرچینې او ژوند خوړلی؛ خو په ورته وخت کې ټرمپ له ډېرو سرسختو مخالفینو سره هم مخ دی. د ټرمپ مخالفین دوو ډلګیو کې دي: لومړی خو طبعا ډیموکراټان د ده مخالفین دي چې سیاسي حریفان یې ګڼل کېږي. دویمه ډلګۍ چې د نامرئي لفظ ورته کارولای شو، هغه د امریکا د سیاست ډيپ سټېټ/ایسټبلیشمنټ بلل کېږي. داسې ښکاري چې دغه ډلګۍ لا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې په یو ډول نه یو ډول پوځي حضور ولري او له دې ځایه خپل حریفان او سیالان و څاري او ورسره مقابله وکړي. دغه په اصطلاح نه لیدونکې خو ځواکمنه ډله په هېڅ ډول د داسې هوکړې پلوي نه ده چې په پایله کې يې امریکايي پوځیان په بشپړ ډول ووځي. همدغې ډلګۍ پر ټرمپ خپل فشارونه زیات کړي دي.

د ټرمپ د امریکايي مخالفینو تر څنګ، د کابل حکومت هم د امریکا او طالبانو له خبرو او هوکړې زړه خوړین دی؛ خو اشرف غني د دې مخالفت د ښکارولو جرئت او ظرفیت نه لري. غني نه شي کولای چې د ټرمپ د کار خنډ وګرځي؛ اما په واشنګټن کې لابي کوي چې د ټرمپ او طالبانو هوکړه د ټرمپ د مخالفینو پر مټ له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او له دې لارې خپلې کاواکه واکمنۍ ته ادامه ورکړي.

د دې جګړې قربانیان افغانان دي او وطن هم په کې د افغانان تباه کېږي. د افغانانو په درد نه امریکایان دردمنېږي او نه اشرف غني ورسره کومه خواخوږي لري. دغه وخت زموږ سترګې طالبانو ته ورګرځي چې د دې قضیې یو طرف دي. طالبانو ته په کار دي چې د سولې د سبوتاژ د عناصرو هڅې او اهداف په پام کې ونیسي او هڅه وکړي چې دغه هوکړه د لاسلیک تر درشله ورسېږي. د هوکړې لاسلیک که له یوې خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وېستلو هيله عملي کوي، له بلې خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات د دښمنانو پښې لړزوي او زړونو کې یې وېره پيدا کوي؛ ځکه د دوی ټوله تکیه د امریکا پر پوځي حضور ده.

هېڅ افغان له طالبانو د داسې هوکړې د لاسلیک توقع نه لري چې خدای مه کړه د بلې جګړې پیلامه وي. اما کله چې ګورو خبره داسې موړ ته رسېدلې چې له طالبانو په لږه پراخه پیمانه د اورکم غوښتنه کېږي، نه ده په کار چې د لاسلیک چاره پرې وځنډېږي. طالبان خو له لاسلیک وروسته هسې هم امریکایانو سره اوربند کوي، نو نه ده په کار چې له لاسلیک وړاندې پر زیات تاوتریخوالي ټینګار وشي. دغه لاسلیک د روان تاوتریخوالي په پرتله لویه بریا ده. که خدای مه کړه امریکايي لوری پر خپلو ژمنو ولاړ نه و، بیا خو د جګړې او مقاومت انتخاب هر وخت شته.

په دې هیله چې د دغه خاص پړاو حساسیت ته توجه وشي او د افغانانو د سولې هیلې رښتیا شي!

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

طالبان د باڼډو او کلیو خلک دي ، هغوی مرکزي قرار ګا د استوګنې ځای او قشله نلري که یووارې لاړل نو بیا یې بیرته راټولول یې ډیر سخت کار دی او همدا علت دی چې فاسد دولت په یوو کلي او ټول اوربند باندې نارې وهي او ټینګار کوي ، دغه فاسدین د افغان وژنې په غم کې ندي بلکه په چل اودوکه بازي کې طالبان له منځه وړي ! خو طالبان وروڼه هوشیار دي د فاسدینو زهري وړاندېزونه نه مني !!

جميل

زما په اند طالبانو کرامو ته نه ښايی چی نور تنزل وکړی او دوی وديته اړ ندی پدی چی تنزل ته هغه لوری اړ وی چی نور يی څه د وسه نکيږی او شاتګ کوی ، طالبان پر مخ درومی نه پر شا . هرڅه چی وسی امريکايان به تښتی او له تيښتی سره سم به خپل غلام ګوډاګيان تر سږمو مسلح پريږدی چی که وکولای سی څو ورځی نور هم د طالبانو بری او فتحی ته خنډ سی او نور افغانان هم پکښی ووژل سی او هيواد نور هم وران سی ، د دغه د بين الافغانی جګړی په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close