نړۍ

له زندانه د پاکستاني طالبانو د پخواني وياند تېښته؛ چارواکي لا هم په دې اړه څه نه وايي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند احسان الله احسان له زندانه تښتېدلی او په يوه غږيز پيغام کې يې ويلي، د پاکستاني ځواکونو له زندانه په تېښته بريالی شوی دی.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او حکومتي چارواکي هم له څه ویلو ډډه کوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير متقاعد جنرال اعجاز شاه او دفاع وزير پروېز خټک رسنيو ته ويلي، چې په دې اړه دوی څه معلومات نه لري.

د تېرې پنجشنبې په ورځ احسان الله احسان ته منسوب يوه غږيز پيغام کې ادعا شوې وه، چې نوموړی له خپلې کورنۍ سره د پوځ له زندانه تښتېدلی دی.

د پاکستان «نيوز» انګليسي ورځپاڼې ادعا کړې، چې احسان الله احسان ترکيې په تېښته بريالی شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د رسنيو پوښتنو ته په دې اړه له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

د دفاع وزير پرويز خټک ويلي، څرنګه، چې تاسې اورېدلي ما هم اورېدلي او نور نه يم خبر.

د پاکستان د قانون وزير فروغ نسيم له «سماء» خصوصي تلويزون سره په خبرو کې د احسان الله احسان د تېښتې په اړه وویل، دا د کورنيو چارو وزارت اړوند خبره ده او نه غواړي، د بلې ادارې په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي، تر اوسه په دې اړه څه نه شي ويلی.

له زندانه د احسان الله احسان د تېښتې په اړه پاکستاني خبريالان او د ټولنيزو شبکو فعالان پر امنيتي او حکومتي ادارو نيوکې کوي او په دې اړه يې بېلابېلې پوښتنې رامنځته کړي دي، خو لا هم د دې پوښتنو د ځوابونو په اړه چارواکو څه نه دي ويلي.

احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند و، په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید مسؤوليت هم ده منلی و او په دغه برید کې نږدې دوه سوه ماشومان وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې احسان الله احسان د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ مياشت کې ځان د پاکستان استخباراتو ته سپارلی و، له خپلې مېرمن او پچيو سره د استخباراتو په ميلمستون زندان کې نظر بند و، خو د روانې فبروۍ په ۷مه نېټه يې په خپاره کړي غږيز پيغام کې ويلي، د تېرې جنورۍ په ۱۱مه د استخباراتو له زندانه په تېښته بریالی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x