افغانستان

چارواکو په ننګرهار کې د ۲۱ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت چارواکو ادعا  کړې، چې لعلپورې ولسوالۍ کې يې د پاکستاني طالبانو جمعيت الاحرار، تحريک طالبان او امارت اسلاميه تنظيم ۲۱ تنه غړي د عملياتو پر مهال وژلي دي.

د ملي امنيت اړوند د صفر۲ قطعې له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د صفر۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د لعلپورې ولسوالۍ په خيزو او چکنور کليو کې عمليات کړي او پر مهال يې د امارت اسلاميه تنظيم د استخباراتو مسؤول بیت الله «بلال» په شمول د پاکستاني طالبانو ۲۱ غړي له سخت مقاومت وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

چارواکو په داسې حال کې د ۲۱ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې، چې تېره اونۍ هم په کابل ښار کې انټر کانټينټل هوټل ته څېرمه د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستيال او لوړپوړي مشر شيخ خالد حقاني او مهم قومندان قاري سيف الله يونس مړي موندل شوي وو.

پاکستاني طالبانو ويلي و، چې دواړه وژل شوي کسان د مشرانو په مشوره د پټو ليدنو لپاره کابل ته تللي وو، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

پاکستاني رسنيو تېره ورځ د استخباراتي چارواکو په حواله ويلي و، د شيخ خالد او قاري سيف الله يونس مړي د کانټيننټل هوټل ته څېرمه موندل شوي وو، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د لعلپورې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

په کابل او ننګرهار کې د پاکستاني طالبانو د وژلو پېښه تصادفي نه ښکاري او دا هم شونې ده، چې دغه وژنې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د باور جوړولو د نوې لوبې هڅه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

اوس به پاکستان ته سترګی په لار یوو چی ٫٫### وژنی او که کوم بل سړی. کچیری پاکستان هم افغان طالبانو څخه کوم ټک جک کړ بیانو معلومداره خبره ده چی یو جوړ جاړی شوی دی او بالاخره به یو جوړ جاړی کیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x