
پکتيا او بلخ کې ګډو ځواکونو ۵ ملکي وګړي وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو شپنيزو عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا په پکتيا او بلخ ولايتونو کې ګډو ځواکونو پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
راپورونه وايي چې تېره شپه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند سهاکو سيمه کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو او ميشت ځايونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې د مسجد د ملا امام په ګډون درې تنه ملکي وګړي وژلي دي.
له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې په دې چاپه کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو د کورونو دروازې هم ماتې کړي او د کورونو سامانونه يې سوځولي دي.
همدا راز د بلخ ولايت چمتال ولسوالۍ اړوند هزارو سيمه کې هم نن سهار د امريکايي چورلکو په هوايي بريد کې د محمد شاه او شاه رسول په نامه دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ملکي وګړی ټپي شوی دی.
تر اوسه پورې د پکتيا او بلخ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو د بهرنيو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.