افغانستان

د خوست والي: امریکايي وګړی له کابله تښتول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په خوست ولایت کې د یوه امریکایي وګړي د تري تم کېدو خبرونه خپاره شول، د خوست ولایت والي «حلیم فدایي» دې پېښې ته په غبرګون کې وایي، دا امریکايي وګړی له خوست نه؛ بلکې له کابل تښتول شوی.

حلیم فدایي له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي «زموږ د لومړنیو معلوماتو پر اساس، امریکايي وګړی له کابله ورک شوی دی، زموږ داخلي او خارجي امنیتي او کشفي ارګانونه پردې کار کوي چې د پېښې نوعیت څرګند کړي چې دا خپله ورک شوی که چا تښتولی او که تښتول شوی کومې ډلې یا چا وړي دی؟ او اصلیت د مسئلې څه دی معلوم کړي.»

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې امریکایي مجلې «نیوز ویک» په خوست ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه د «فیریکس» په نوم د یوه امریکایي وګړي د تښتول کېدو راپورونه ورکړل.

په راپور کې ویل شوي وو، چې فیریکس د امریکايي سمندري ځواک غړي پاتې شوی او د افغانستان، سوډان او عراق په ګډون یې په ګڼو سیمو کې د قراردادي په حیث دندې سرته رسولې.

که څه هم تر دې دمه کومې ډلې د تښتول شوي امریکايي مسئولیت نه دی منلی او نه هم امریکا په رسمي ډول د خپل تبعه د ورکېدو خبر تائید کړی؛ خو امریکايي رسنیو د یو شمېر چارواکو له قوله لیکلي وو، چې ښايي فیریکس د طالبانو له لوري تښتول شوی وي.

تر دې وړاندې هم ګڼ بهرني اتباع د طالبانو لاسونو ته لوېدلي، چې له منځه يې ځیني د طالبانو له مهمو مشرانو تبادله شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x