
د کابل کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې اته تنو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په حدودو کې د یوې ترافیکې پېښې له امله اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په حدودو کې د یوه ۳۰۴ او مازدا موټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په پېښه کې اووه تنه ټپيان شوي او یو بل وژل شوی.
ویل کېږي، پېښه له ترافیکي قوانینو د سرغړونې او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
یاده دې وي، چې د لویو لارو خرابوالی، د ترانسپورتي شرکتونو تر منځ ناسالم رقابت او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول هغه څه دي، چې هره میاشت یې له امله لسګونه هیوادوال قرباني کېږي.
کچیری سرړک جوړ وای بیانو دا پیښه منځ ته نه راتله. سړکونه چا ویجاړ کړی؟ الله د دوی خوار کړی.