«ژوند چې شین شي له خندا نه» شعري ټولګه چاپ شوه

د عزت الله شمسزي د شعرونو درېیمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) د افغانستان د ملي تحریک په مرسته له چاپه راووته. دا کتاب چې ټولټال دوه سوه مخه دی، ګڼ شمېرغزلونه، نظمونه او ازاد شعرونه په کې ځای کړل شوي دي.‌

پر کتاب سریزه د هېواد تکړه شاعر او کره کتونکي مصطفی سالک لیکلې ده. ښاغلي سالک لیکلی “شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم نوښت موجونه وهي او هم نوي ترکیبونه سترګکونه وهي، هم یې وزنونه روان دي او هم یې د طبیعت انځورګري کړې ده په لنډه توګه به ووایم چې شمسزي صیب د شاعرۍ په ډګر کې په بل شاعر پسې پل نه دی اخستی بلکې خپل سبک او خپله لاره لري.“   د سالک په وینا د شمسزي‌ په شاعرۍ کې د زمانې غم د یارانې غم ته ورغاړې وتی دی.

«ژوند چې شین شي له خندا نه» د عزت الله شمسزي درېیمه شعري ټولګه ده. تر دې وړاندې یې دوه نورې ټولګې ( دشپې په غېږ کې) پر ۲۰۰۳ کال او ( د ژوند پاڼې) پر ۲۰۰۹ میلادي کال چاپ شوي‌ دي.‌

« ژوند چې شین شي له خندا نه» له ښکلاو او مینه ناکو روایتونو مالامال ټولنه کې دیوه جنګ ځپلي شاعر د ژوند، مینې، سرګرمیو او اضطراب تصویرونه وړاندې کوي. شمسزی د شعرونو ترڅنګ نثر هم لیکلي چې تر اوسه یې درې کتابونه  د لغمان د شاعرانو تذکره  (د نښترو او ګرګرو څو سندرې) ۲۰۰۱، د (ارتباطاتو لارې چارې) ۲۰۱۱ او ( پر پښتو شاعرۍ د جنګ اغېزې پر ۲۰۱۳ میلادي کال چاپ شوې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د