
امریکا: افغان حکومت دې د فاسدو مامورینو په ضد مبارزه وکړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې «الیس ویلز» له افغان حکومت غوښتي، څو د افغانستان د ثبات په موخه د فاسدو مامورینو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
الیس ویلز په خپل ټویټر باندې په کابل کې د نشه یي توکو د قاچاق په جرم له نشه یي توکو سره د مبارزې د شپږو چارواکو نیول کېدلو ته په اشارې ویلي، چې نشه یي توکي د افغانستان ثبات ته خطر دی او په اقتصادي وده باندې ناوړه اغېزه کوي.
د ویلز په قول، د قانون د حاکمیت لپاره دا اړینه ده، څو د مفسدو چارواکو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
Dispirited that six Afg counternarcotics police officials are allegedly involved in drug smuggling. The drug trade fuels instability and undermines good governance & development of Afghanistan’s economy. Important for law enforcement to take action against corrupt officials. AGW
— State_SCA (@State_SCA) February 8, 2020
ویلز ددې تر څنګ د افغان ټاکنو د پایلو د اعلان په بهیر کې له حکومت غوښتي، څو ثبات او اقتصادي ودې ته پام وکړي.
ویلز وروسته له هغه د مفسدو مامورینو په وړاندې د جدي مبارزې غږ کوي، چې تېره ورځ په کابل کې د نشه یي توکو سره د مبارزې شپږ چاوراکي د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وبلل شول او د کورنیو چارو وزارت له لوري ونیول شول.
زه د آغلی ویلز په جواب کی وایم چه ددی نظام او حکومت روح فساد دی که ددی نظام او حکوت ځخه فساد لیری شی لګه د کالبد ځخه چه روح ووزی په هماغه لحظه به را چپه شی که غواړی چه فساد محوه شی نو دا نظام او حکومت باید محوه شی د وزیر ځخه نیولی تر اجیر پوری په فساد کی غرق دی هر وزارت دومره په فساد کی غرق دی چه د یو سپتیک حیثیت لری او که ځوک اسناد غواړی په دی هکله بی شماره اسناد ورته وړاندی کوم
که يي څوک غواړی ۔۔۔۔۔ دخدای په خاطر یی نيټ ته پورته که چه ټوله دنيا يي وويني۔ که یی یوه شخص ته ورکړی نو یا غوټه ورکه خوله پر پټه ۔ که تاسی هم د وزیری په شان اسناد لری ۔ مګر چا ونه ليدل۔
بخوا به د وخت حکومتو د مافیه پسی په لټه او پلټنه کی وو. مګر ورو ورو په نړیواله کچه دومره پیاوړی شوه چه د نړیوالی شاهنشاهی تر لاسه کولو په هڅو کی دی. یعنی د زمکی دخدایی د ترلاسه کولو په وسو او هڅو کی دی . کله چه نړیوال حکومتونه مافیه وی نو مافیه پسی ګرځیدل غیر قانونی او غیر مشروع دی نن صبا که تاسی د حکومتو لوړپوړی چارواکو قوارو ته ګوری د غرو ځناورو او یا د پیریانو په شان ویروونکی بدقواره قواری لری تاسی د ترمپ قواری ته وګوری تاسی د کرزی او غنی قورای… نور لوستل »