شعـــــرونه

غزل؛ حماد ماليار

حماد ماليار

رخصت چې رانه اخلې، لکه سا چې رانه اخلې
له غوڅو، غوڅو شونډو نه مسکا چې رانه اخلې

ښکارېږي چې په ما دې اعتماد د وفا نشته
قسم د خوږې مينې په وفا چې رانه اخلې!

د زړونو په لټون کې يې، د زړونو سوداګره!
راګورې داسې نېغ ، لکه سودا چې رانه اخلې

له سترګو نه مې وينې، وينې سرې اوښکې بهېږي
قدم د بېرته تللو په تابيا چې رانه اخلې

مرګيه! نو اخر خو به يواځې پاتې کېږم!
خواږۀ، خواږۀ ياران جلا، جلا چې رانه اخلې

کامياب مې پکې شمار کړه، ذوالجلاله! هغه ورځ
د ژوند دغه پرچه د اِبتلا چې رانه اخلې!

زمونږ په ګلابـــونــو پام کـــوه ، حماد مالياره!
کامياب به يې، د ګل د خولې دعا چې رانه اخلې

په يو څو بيتونو کې يې د بېلتون د درد انتها نغښتل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x