افغانستان

دولتي عسکرو په چاپه کې د درې وروڼو په ګډون لس تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په بادغیس ولایت کې دولتي عسکرو د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې، چې له امله یې اووه لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې پېښه د بادغیس ولایت د سنګ اتش ولسوالۍ د محمدزو په کلي کې تېره شپه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د قطب الدین، خدایداد او خدای رحیم په نومونو درې وروڼه د دولتي عسکرو له لوري د خپل کور مخې ته وژل شوی او ددوی یو د تره زوی ژوبل شوی.

په ورته وخت کې د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ د «غوروتو» په سیمه کې یو مسجد داسې مهال د دولتي عسکرو د برید هدف ګرځېدلی، چې خلګ د لمانځه اداء کولو ته پکې راټول شوي.

په دې  پېښه کې اووه تنه وژل شوي او د ملا امام په ګډون شپږ تنه نور ټپیان دي.

دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات روان دي او امریکا او کابل حکومت له طالبانو اوربند او د تشدد کموالی غواړي.

د شنونکو په باور، د سولې د هڅو په بهیر کې د هوايي بریدونو زیاتول او ملکي تلفاتو ته درانه تلفات اړول د سولې پروسې د سبوتاژ هڅې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

له دې فاسد رژیم سره سوله ، حق او اخلا قو ته سپکاوی دی ، آولس باید ددوی او د دوی له فاشستي امریکایې مدافع ملګرو په خلاف ملي قیام وکړي او د هغوی دالر ډیران ته وغورڅوي !!

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
فبای ذنب قتلت ط
راځی چي الله سبحان و تعالی ته د عجز او زاری لاسونه اوجت کړو . او په جمعي ‌‌‌‌‌‌توګه ووايو ، چي يي د مخلوقاتو قادر رب ، داد د کفارو ګو‌‌‌‌‌‌ډاګئ رژيم او د هغه ملاتړي په خپل قدرت او د حق د لاري د مجاهدينو په قوي مټو ړنک ، نيست او نابود کړې. په افغانستان او اسلامي نړۍ کي د حق او عدالت نظامونه حاکم کړې .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x