افغانستان

ننګرهار: په داخلي برید کې شپږ امريکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو او امريکايي عسکرو ترمنځ نښته شوې، چې پر مهال يې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

باوري سرچينو ويلي، په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ امريکايي عسکر وژل شوي او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شېرزادو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وویل، چې په دغه نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، د ولسوالۍ مرکز اوس د امريکايي عسکرو له لوري محاصره دی او څوک، چې له ولسوالۍ د وتلو هڅه کوي، امريکايان پرې ډزې کوي.

په افغانستان کې د امريکايي عسکرو قومندانۍ منلې، چې امريکايي عسکر په ننګرهار کې په مستقيمه نښته کې ښکېل شوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي او وايي، چې پلټنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

د امریکا د زوال ورځې پیل شوي دي.
شاید دا تعداد تردې هم زیات وي.
شپږ خو د دوۍ رسنیو منلي، برید په ځانګړیو کتونکو شوﺉ ده.
انشاالله د الله نصرت نژدې ده.
یوه لویه فتحه یو لوﺉ زیرﺉ به راځي؛
چې مخالفین به یې ډیر ذلیله او رسوا یې،
الله له مؤمینانو سره ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x