نړۍ

تايلنډ: يوه پوځي افسر په بازار کې ۲۱ کسان وژلي او ۳۱ ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): تايلنډي چارواکي وايي،  پلازمېنې بنکاک ته څېرمه په ناخونراتچاسيما ښار کې يوه پوځي افسر په بازار کې پر عامو خلکو ډزې کړي، چې له امله يې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، په ټپيانو کې د لسو کسانو وضعيت ترينګلی دی.

د تایلنډ دفاع وزارت ويلي، د چکراپهانت په نوم پوځي افسر له خپل مرکزه وسله او مرمۍ غلا کړي او د بودايانو معبد ته نږدې بازار کې يې پر عامو خلکو ډزې کړي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

دا برید تېره شپه شوی او تر ناوخته له ياد سوداګريز مرکزه د ډزو اوازونه اورېدل کېدل.

چارواکي وايي، د بریدګر د نيولو لپاره عمليات روان دي او سلګونه کسان يې له ياد بازاره په خوندي توګه راويستي دي.

تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی په ډاګه شوی، خو تايلنډي چارواکي وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې روانې کړي دي.

بریدګر له پېښې لږ مخکې پر خپله فيسبوک پاڼه د وسلې او مرميو انځورونه خپاره کړي او ليکلي يې و «نور هغه وخت راغلی چې هيجاني شم»

له پېښې وروسته وروسته د فیسبوک ادارې د بریدګر اکاونټ بند کړی دی.

د تایلنډ لومړي وزير پريوت چان‌اوچا او نورو چارواکو د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمرازي ښودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x