افغانستان

 هوایي برید او چاپه کې دیارلس ملکي وګړي وژل شوي/ويډیو او انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل):د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ په «رباط» سیمه کې  بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو او چاپې په مهال دیارلس ولسي وګړي وژلي او خلګو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.

د پېښې له ځایه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، الوتکو د پنجشنبې په ورځ ماځیګر مهال دوه ولسي وګړي په نښه کړل او کله چې د سیمې خلګ او سپین ږیري د وژل شویو د جسدونو د ټولو لپاره سیمې ته ورغلل، دوهم هوايي برید ترسره شو، چې له امله یې لس تنه نور هم ووژل شول.

سرچینه زیاتوی « په همدې شپه د هغو ملکي خلګو په کورونو چاپه هم ولوېده، څوک چې د وژل شویو کسانو د جسدونو را پورته کولو ته ورغلي وو.»

د سرچینې په خبره، د چاپې په مهال یو تن وژل شوی او په بازار کې ګڼ شمېر دکانونه په بمونو الوزول شوي.

یاده دې وي، چې د بهرنیانو او دولتي ځواکونو بریدونه داسې مهال زور اخلي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ له اوږدې مودې روان مذاکرات ټکني شوي ښکاري او طالبان یې مسئولیت په امریکا او کابل حکومت وراچوي، چې ددوی په خبره، نوي فرمایشونه او غوښتنې یې د سولې د توافق په وړاندې خنډ ګرځي.

په ورته وخت کې حکومت او امریکا په پرلپسې ډول له طالبانو غواړي، څو د جګړې تشدد کم کړي او یا هم اوربند ته غاړه کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x