افغانستان

د امریکایي پوځي اعتراف؛ امریکایانو په افغانستان کې تر نازیانو وحشي کړنې سرته رسولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د هوایي ځواک یو پخوانی کارکوونکی «برانډن بریینټ» په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له جنایتونو پرده پورته کړې او اعتراف یې کړی، چې دې ځواکونو د افغانستان په جګړه کې تر نازیانو وحشي کړنې سرته رسولې.

برانډن چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د بې پیلوټه الوتکو د کنټرول په برخه کې کار کاوه، د امریکايي ځواکونو په وحشتونو او جنایاتو اقرار کوي او مني، چې د دندې د پیل په مهال د خلګو وژل او ورانی دنده ورپېژندل شوې وه.

د برانډن له قوله، یو وخت یې په یوه کور باندې د برید په مهال ماشوم په نښه کړی وو او کله چې یې موضوع له مشرانو سره شریکه  کړې وه، هغوی ډېره سطحي اخستې وه او ورته ویلي وو، چې هغه سپی وو پرواه مه یې ساته.

برانډن وایي، د یوه ماشوم د وژل کېدو په غبرګون کې یې استعفاء ورکړه او د پوځ لیکې یې پرېښودې؛ خو اوس هم د ضمیر له درانه عذابه ځورېږي، له رواني ناروغیو سره په کشمکش دی او ځان ورته قاتل ښکاري.

د نوموړي په خبره، یو وخت یې دوه تنه ولسي وګړي په نښه کړل او وروسته یې د کمپیوټر په مخ دا ننداره کوله، چې څنګه یو تن د پښې د لاسه ورکولو او ویني بهیدنې له امله په کراره، کراره ساه ورکوي.

یاده دې وي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنایتونو خبرې لومړنۍ نه دي، تر دې وړاندې هم د بشردوستي په جامه کې د راغلو پوځیانو د جنایتونو کیسې رسنیزې شوې؛ خو د مخنیوي هيڅ هڅه یې نه ده شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close