افغانستان

د محقق زوی په کورنۍ جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق زوی «محمد باقر» د هغه د بل زوی په ډزو وژل شوی دی او د کورنۍ یو بل غړی یې ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالي مروه امیني رسنیو ته ویلي چې دغه پيښه نن سهار ۹ نیمې بجې د محقق په کور کې دننه را منځته شوه.

د امیني په وینا په دغه نښته کې د محقق مشر زوی محمد باقر محقق وژل شوی.

بل لور ته د ملي تلویزون د راپور سره سم د محقق د زامنو تر منځ په جګړه کې د محمد باقر د وژل کيدو تر څنګ د کورنۍ شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
دا د هغی بوری میاندو اهه او ازار دی ،کومی چه زامن یی په دا جنګونو کی د لاسه ورکړی دی،
الله ج د هغو ټولو سیاسی تجارانو زامن همداسی سری ګولی ته برابر کړی لکه همدا د محقق زامن ،
اوس به پخپله محقق ته پته ولګیږی.چه د اولاد غم څنګه دی؟
ډالر ،کلداری .روبلو خوړل همداسی عواقب هم لری،

غوربندي

دروند ورور غ حضرت صاحب ته ورپه يادوم چې:

برادرکشي دې ته وايي نه د اربکيانو خرو په نښه کولو ته چې د مزدورو عسکرو پوستو ته يې اکمالات کول!

د هماغه مقولې څښتن ته يې ورنقل کړی

انجینر بختور منګل

ښی چاری،
د امریکا ،پنجاب،ایران،روسیه غلامانو ته،
د غلامی او قتل څخه لاس واخلی ،کنه ستاسو زامنو به همدا حال وی.

کندهاری

محقق چي د ايران سره په سياسي سوداګري کي جېبونه ډکول او زموږ د هزاره هيوادوالو تنکي ځوانان يې د تشيع او تسنن په نومونو غولول او سوريې ته يې استول او هلته تر جنايتونو او جنګېدو وروسته وژل کېدل. او بيا يې مندي، خوندي او پلرونه او خپلوان په داغداره کېدل، ده ته هم منتقم خدای پر دې ژر تېرېدونکې نړۍ دغسي سزا ورکړه او اوس به ښه ورته څرګنده سوې وې چي د انسانانو پر جنګولو او مرګ ژوبله تجارت دغسي بخولي او دردوونکي پايلي او د زړه وير او غم او غوسه لري. نو هغه کسان چي… نور لوستل »

اجمل

د دغو خلکو د ژوند معشیت د نورو خلکو د وینو په څښلو باندی ولاړ دی، مه پری خفه کیږی. دوی سره نه کوم دانش شته او نه هم پوهه یا کوم بل هنر. الله د دوی ټول تباه کړی.

مجاهد

دا د پرونی پلورل شوو تش په نامه جهادی رهبرانو دپاره یوه ګوت څنډنه وه هر به د نجیب ګاو د برخه لیک سره انشالله مخ کیږی .
الله ج فرمایی ( چه کله کله دوی ته د دی د پاره چانس او مهلت ورکوم ګوندی توبه وباسی او لا یی د جرمونو دوسیی لاپسی پیړی شی )

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x