فرعون او شیطان«لنډه کيسه»

سید عبیدالله نادر

ځیني قیصي که په هر منظور جوړي شوي وي خو انتباهی ، تعلیمي ، تربیوی ، او اخلاقي مخه لري ، خو په دي لنډه کیسه کې ، د انتباهي ، تعلیمی ، او تربیوی تر څنګ په آخره کې د هر دور فرعونانو د پاره یو پیغام لري ،د فیسبوک د یارانو څخه په اخیستنې سره ، ژباړن (سید عبیدالله نادر)

وایي فرعون د مصر پادشاه چې د خدایي دعوه یې کوله ، یوه ورځ یو کس د ده حضور ته راغی ،او د انګورو یوه خوشه یې ورته ورکړه ،او وي ویل : چې که ته خدای یې نو دا د انګورو خوشه په طلا بدله کړه ؟

فرعون اندیښمند شو ، او یوه ورځ مهلت یې ځیني وغوښت ، د شپی ځان سره په خلوت کې فرعون په دي سوچ کې وو ،چې څه چاره وکړي ، او ډیر عاجز پاتي وو ، چې ناببره د ده د خوب د کوټي ور وټکید ،فرعون غږ وکړ چې څوک یې ؟ یو ځل یې ولیده چې شیطان داخل شو ،شیطان په یو پسخند آمیزه لحجه ورته وویل : ته څنګه خدای یې چې نه پوهیږې چې د وره تر شا څوک دی ؟

وروسته د خبرو اترو څخه فرعون ورته خپل مشکل وویلی ،او شیطان د انګورو خوشه واخیسته ،او څه یې پرې وویل او په طلا یې بدله کړه ، وروسته فرعون ته په خطاب کې شیطان ووییل : چې ما په دې دومره توانایي او لیاقت سره د خدای تعالی د بندګۍ لیاقت نه درلود ،او ته په دې حقارت سره د خدایي دعوی کوې ،شیطان وروسته د دې خبرو څخه په ډیره بیړه د فرعون د کوټي څخه ووت .

فرعون پرې ور ږغ وکړ ،چې نو ولي دې انسان ته سخده ونه کړه ؟ تر څو د خدای له درګاه څخه و نه شړل شې ،شیطان ځواب ورکړ ، ولي چې زه پو هیدم چې د دوي په نسل کې به لکه تا غوندی کس پیدا کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د پورته ښې لیکنی په هکله یو ډنګر نظر: یو عالم ویلی دی چی: تاریخ او تاریخ پوهنه هغه رښتینی کیسې دی چی شا ته ئې ستر ستر دروغونه پراته دی او هنر هغه پوهنه او دروغجنه کیسه ده چی شا ته ئې ستر ستر حقائق پراته دی. رشتیا هم ځینی کیسې ( پورته کیسې غوندی) که څه هم غیر حقیقی ښکاری خو په حقیقت کی د هنر په ګاڼه سمبالی کیسې دی او یوه نړۍ خوند او عبرت او درس پکی نغښتی وی. فرعون او تفرعن دوې بېلی صبغې دی، یوه صبغه ئې د تاریخ په لمنه کی د… نور لوستل »