افغانستان

دفاع وزارت او امریکا ننګرهار کې پر ګډو ځواکونو شوی برید څېړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت دفاع وزارت د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې په امریکایي او دولتي ځواکونو د شوي برید د څېړلو لپاره پلاوی لېږلی.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي شریکه شوې او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا د هیلې تر څنګ یاده شوې، چې دا ډول بریدونه به په ګډو همکاریو او د تروریزم په وړاندې په مبارزې منفي اغېزه ونکړي.

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، چې دوی د شوي برید د څېړلو لپاره د لوی درستیز «بسم الله وزیري» په مشري یو پلاوی لېږلی تر څو له امریکایي چارواکو سره په ګډه پېښه وڅېړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ په شیرزادو ولسوالۍ کې د دولتي کمانډو او امریکایي ځواکونو په ډله باندې برید ترسره شو، چې د ازادو رسنیو د مالوماتو له مخې شپږ تنه امریکایي او شپږ دولتي کمانډو عسکر پکې ووژل شول.

که څه هم د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی؛ خو دفاع وزارت وایي،  برید د کمانډو ځواکونو په یونیفارم د ملبس تن له لوري ترسره شوی.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ ورته بریدونه شوي او تر ډېره یې مسئولیت طالبانو په غاړه اخستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close