افغانستان

روسيه: له امریکا سره تر توافق وروسته طالبان بین الافغاني مذاکرات کوي او د اوربند په موضوع غږېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د روسیې هیواد ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، له امریکا سره د طالبانو تر توافق وروسته، طالبان له افغان حکومت او سیاسیونو سره مذاکراتو ته تیار دي.

اسپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکي « د طالبانو د څرګندونو له مخې، هغوی له امریکا سره د توافقنامې له لاسلیک وروسته تیار دي، له حکومت او سیاسیونو سره مذاکرات وکړي او د اوربند په موضوع بحث پیل کړي.»

نوموړي زیاته کړې، د مذاکراتو په دوران کې له کابل حکومت سره د طالبانو اوربند رښتیا هم د بحث وړ دی او لا څرګنده نه ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه په څه ډول جوړه شوې.

د کابلوف په قول، طالبانو دوه کاله وړاندې د اوربند په کولو وښوده، چې لیکې یې بشپړ منظمې او تر یوې رهبري لاندې دي.

روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ توافق ته په تمه ده، چې په قطر کې ددې دواړو لورو تر منځ روانې خبرې نسبتا ټکنی شوې ښکاري او د طالبان یې مسئولیت کابل حکومت او امریکا ته راجع کوي.

د طالبانو په خبره، د مذاکراتو په دوران کې د امریکا نوې غوښتنې او فرمایشونه هغه څه دي، چې د توافقنامې د لاسلیک په وړاندې خنډ ګرځېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x