
داودزی: د سولې په برخه کې د افغان سیاسیونو او حکومت تر منځ سیاسي اجماع شتون نلري
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء پخوانی رییس او د «دولت جوړوونکي» ټيم د کمپاین رییس «عمر داودزی» وایي، د سولې په برخه کې سیاسي اجماع شتون نلري او باید د خبرو له لارې ددې اجماع جوړښت ته کار وشي.
د جمهور نیوز په حواله، داودزي په کابل کې نن یوې ناستې ته د خبرو په مهال ویلي، چې د سولې په برخه کې ملي اجماع شتون لري، نړیواله اجماع د جوړېدو په حال کې ده؛ خو سیاسي اجماع لا هم شتون نلري، چې باید د سیاسیونو او حکومت تر منځ د مذاکراتو له لارې تشکیل شي.
د داودزي په خبره، دا چې تېر ځل مشورتي لویه جرګه د ځینو له لوري «فرمایشي» وبلل شوه او د مصالحې شورا ناکامه یاده شوه، نو ځکه ښايي د ولسمشر له ټاکل کېدو دوه اوونۍ وروسته مشورتي لویه جرګه راوبلل شي، څو ملي اجماع تازه او د مصالحې شورا بریالۍ شي.
نوموړي ددې تر څنګ ټينګار کړی، چې له طالبانو سره رسمي مذاکرات باید یوازې د حکومت له لارې تر سره شي، ځکه په خبره یې، که بل هر څوک له طالبانو سره رسمې خبرې کوي، ښه پایله نه ورکوي.
داودزی داسې مهال د سولې په برخه کې د حکومت او سیاسیونو تر منځ د اجماع په نشتون اعتراف کوي، چې څه موده وړاندې د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» او د پخواني ولسمشر «حامدکرزي» په ګډون ګڼ شمېر سیاسیونو د یوې ناستې په ترڅ کې ارګ د سولې په انحصار تورن کړ او له طالبانو سره خبرو ته یې د زمینې د برابرولو په موخه د یوې طرحې د جوړښت خبر ورکړ.
سیاسیونو ټینګار وکړ، چې سوله د یوه کس او یوه وزارت کار نه دی او باید څوک د خپلې چوکۍ او واک په خاطر د سولې پروسه انحصار نکړي.