افغانستان

بشري حقونو کميسيون: تېره مياشت ګډو ځواکونو ۵۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو خپلواک کمیسيون ويلي، د روان ۲۰۲۰کال په لومړۍ مياشت «جنوري» کې د ګډو عسکرو په عملياتو کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو له خپلواک کميسيونه په خپره شوې اعلاميه راغلي، په دغو وژل شوو کسانو کې څلور سړي، اوولس ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي.

رپوټ زياتوي، چې ياده مرګ ژوبله په هرات، فراه، بادغيس، کندوز، بلخ او لغمان ولايتونو کې اوښتې ده.

په رپوټ کې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د ګډو عسکرو له لوري د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د نهو ملکيانو د وژل کېدو يادونه هم شوې ده، چې اووه يې ماشومان او دوه ميرمنې وې.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون تېره مياشت هم په خپل رپوټ کې ويلي و، د بهرنيو او دولتي عسکرو په بمباريو او عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې او د تېر ۲۰۱۹ کال په ۱۲ مياشتو کې ۴۸۵ ملکيان وژل شوي او ۲۶۵ ټپيان شوي وو.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ هم په روانو جګړو او عملياتو کې د ملکيانو په مرګ ژوبلې خواشيني ښودلې او وايي، چې حکومت د ملکي وګړو خونديتوب په اړه پر خپله ژمنه عمل نه کوي.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ مشر عزيز احمد تسل ويلي، که د ملکيانو مرګ ژوبله صفر ته نه راښکته کيږي، بايد لږ تر لږه تر ډېره بریده راکمه شي، خو حکومت په دې اړه خپل مسؤوليت نه ادا کوي.

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، د دولتي عسکرو له لوري د ملکيانو په نښه کول د حکومت د کمزورۍ نښه ده او دې سره د حکومت او ولس ترمنځ شته واټن نور هم زياتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x