افغانستان

لغمان: د ولسمشر غني د یو سلا کار زوی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په مذهبي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار مولوي سردار خان ځدراڼ زوی په لغمان ولايت کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې د مولوي سردار خان زوی«ذبيح الله»
چې څو ورځې وړاندې لغمان ولايت ته په سفر تللی و؛ هلته د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و او تيره ورځ يې جسد موندل شوی دی.

تر اوسه ددې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

سردار خان ځدراڼ د پکتيا ولايت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په دغه ولايت کې له امريکايانو سره د کمپاين په نامه د ځانګړو ځواکونو د جوړولو او رامنځته کولو کې هلې ځلې او همکاري کړې ده.

تر دې وړاندې نوموړي په خوست ولايت کې د دولت لوري د جوړې شوې«مجاهدينو شورا» مشري کوله او اوسمهال په مذهبي چارو کې د ولسمشر غني د سلاکار په توګه دنده لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

سردار خانه د ظالمانو سره ستا د ملګرتيا او تمايل او تعاون دا د دې دنيا لومړنۍ سزا ده، خدای پوهيږي چي نوري څومري نوري سزاوي به هم درکړي او پر هغه دنيا هم لويه سزا درته سترګي پرلاره ده. څوک چي بد غورځي بد به پر ځي.

RAZMOHAMMED KAMAWALL

د دیرش میلونو څخه زیت افغانان د ریس صاخب جمهور قدرمن اشرف غنی مشاوران دی۰ریس صاحب د هر افغان پر خبره غوږ نیسی۰هر چا چه دا زوان وژلای وی د خدای د غضب منتظر دی وی۰ای افغانانو د خپلو وطنوالو د وژلو څحه لاس واخلیء۰دا د وخشیانو فرهنګ پریږدی۰راشیء چه د وروری په فضاءکی سره ژوند وکړو۰که ورور وژنه بس شی۰هر چا ته ډوډی سرپناه او د ژوند ضروریات میلاویږی۰راشیء چه د انسانیت حقیقی ژوند شروع کړو۰مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x