په جرحه او تعدیل کې د امام أبوحنیفه رحمةالله علیه مقام

مولانا عزت الله درویش

د جرحې او تعدیل د علم اهمیت له اهل علم او د دغه فن له پوهانو پټ نه دی، امام علي بن مدیني فرمایي:

” أشرف العلم: الفقه فی متون الحدیث، و معرفة أحوال الروّاة ” .

تر ټولو اوچت علم د احادیثو په متونو کې فقاهت او د راويانو د احوالو پیژندنه ده. ( منهاج السنة: 7/ 428)

او دغه علم دومره اړین دی چې دده په سبب صحیح حدیث او غیر صحیح حدیث پیژندل کیږي، امام ابوحنیفه رحمه‌ الله له دغو دواړه سمندرونو څخه مستفید وو .

اګر که امام ابوحنیفه رحمه الله په دې اړه کوم ځانګړی او مستقل کتاب نه لري ، خو نوموړي ته په دغه فن کې مکمل مهارت او عبور تام حاصل وو ، او له ده څخه د ځېنې اشخاصو په اړه څه اقوال رانقل شوي دي چې د دغه فن علماؤ دغه اقوال په خپلو کتابونو کې لیکلي دي او هغه یي د ذکر وړ بللي دي ، دلته مونږ د هغو اقوالو یوه برخه راوړو تر څو دعلماؤ په نیزد په جرحه او تعدیل کې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله له مقام څخه خبر شو .

لومړی: _ امام الجرح والتعدیل شمس الدین الذهبي رحمه الله په «تذکرة الحفّاظ» کې د امام ابوحنیفه یادونه کړې ده، علامه ذهبي په دغه کتاب (تذکرة الحفاظ) کې د هغو کسانو او اشخاصو نومونه را وړي چې د هغوي اجتهاد د افرادو د توثیق او تضعیف کولو په اړه مقبول وي.

نوموړی لیکي: “هذه تذکرة بأسماء معدلی حملة العلم النبوی ومن یرجع إلی إجتهادهم فی التوثیق والتضعیف، و التصحیح و التزییف، و بالله أعتصم وعلیه أعتمد و إلیه أنیب ” .

همدارنګه علامه ذهبي په «ذکر من یعتمد قوله فی الجرح و التعدیل» کې او علامه سخاوي د «المتکلّمون فی الرّجال» په رساله کې د امام ابوحنیفه رحمه الله نوم د جرحې او تعدیل د علماؤ ترڅنګ لکه:

امام أعمش، امام مالک، امام ثوري، امام اوزاعي و… ذکر کوي .

امام ذهبي لیکي :

“فلمّا کان عند إنقراض عامّة التّابعین فی حدود الخمسین و مئة، تکلم طائفة من الجهابذة فی التوثیق و التضعیف، فقال أبوحنیفة: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی و ضعّف الأعمش جماعةً، و وثق آخرینَ …”.

( أربع رسائل فی علوم الحدیث: صفحه 175).

دغه رنګه امام ذهبي په «تذکرة الحفاظ» کې  د امام جعفر بن محمد الصادق په تذکره کې د  امام اعظم قول را نقل کړی او فرمایي :

« و عن أبی حنیفة: ما رأیت أفقه من جعفر بن محمّد».

دوهم: _ علامه سخاوي فرمایي: ” فلمّا کان عند آخر عصر التابعین و هو حدود الخمسین و مئة، تکلّم فی التّوثیق و التجریح طائفة من الأئمّة: فقال أبوحنیفة: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی، وضعّف الأعمش جماعةً، و وثق آخرینَ …”.

(أربع رسایل فی علوم الحدیث: صفحه 97)

دريم: رئیس المحدّثین سفیان بن عیینه چې صحاح سته خصوصاً صحیح مسلم د هغه له روایاتو او احادیثو څخه ډک دی ، فرمايي:

هغه لومړنی کس چې زه یې  محدّث وګرځولم ، امام اعظم أبوحنیفه وو:

” أول من أقعدنی للحدیث أبوحنیفة، قدمت الکوفة فقال أبوحنیفة: إنّ هذا أعلم النّاس بحدیث عمرو بن دینار، فاجتمعوا علیّ، فحدّثتهم” .

(الجواهر المضیئة: 1/ 30 او الخیرات الحسان د إبن حجر مکی: صــ 28- 29)

د امام سفیان بن عیینه دا وینا په علم حدیث کې د امام اعظم رحمه الله پر مقام او دده پر جرحه او تعدیل باندې د علماؤ په اعتماد دلالت کوي .

نو امام اعظم رحمه الله يواځې محدث نۀ وو ، بلکه نور یې هم محدثین جوړ کړي .

څلورم: امام ترمذي رحمه الله هم د امام ابوحنیفه قول معتبر بللی او په خپل کتاب «العلل» کې یي روایت کوي:

«حدثنا محمود بن غیلان، عن جریر، عن یحیی الجمانی، سمعت أباحنیفة یقول: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی، و لاأصدق من عطاء».

( تهذیب التهذیب: 2/ 48)

و قال أبوقطن عن أبی حنیفة: نعم حشو المصر هو( أی شعبة)». (تهذیب التهذیب: 4/ 344)

پنځم: امام بیهقي رحمه الله هم د امام ابوحنیفه رحمه الله قول معتبر بللی او فرمایي :

« … سمعت أبا سعد الصنعانی وقام إلی أبی حنیفة فقال: یا أباحنیفة! ما تقول فی الأخذ عن الثّوری؟ فقال: أکتب عنه، فإنّه ثقة، ما خلا أحادیث أبی إسحاق عن الحارث و حدیث جابر الجعفی».

(الجواهر المضیئة: 1/ 30)

دا داهل علم په نیزد  په فن د احادیثو او په جرحې او تعدیل کې د امام اعظم د شان پر عظمت باندې دلالت کوي چې له ده څخه د امام ثوري رحمه الله په څیر د لوی محدث او فقیه د شخصیت  په اړه پوښتنه کیږي .

همدا راز امام بیهقي فرمایي:

« و لو لم یکن فی جرح جابر الجعفی إلا قول أبی حنیفة، لکفاه به شرّاً، فإنّه رآه وجرّبه و سمع منه ما یوجب تکذیبه فأخبر به » .

که د جابر جعفي په اړه د امام اعظم له قول څخه علاوه بل قول هم نه وای نو یواځې د امام اعظم رحمه الله قول دهغه د شرارت د بيان لپاره کفایت کولو، ځکه امام اعظم هغه لیدلی او آزمویلی دی او هغه څه یي اوريدلي چې تکذیب یي ثابت وي .

( القراءة خلف الإمام: 1/ 157).

د امام بیهقي په نیزد په جرح او تعدیل کې د امام اعظم رحمه الله مقام ته وګورئ، چې یواځې د ده قول د یو شخص د مجروح کولو لپاره کافي ګڼي.

شپږم: علامه عبدالرحمن إبن جوزي هم په «الموضوعات» او علامه إبن حزم په  «المحلي في شرح المجلي» کې د امام اعظم جرحه پر جعفي باندې را نقل کړې ده، علامه ابن حزم لیکي:

”جابر الجعفي کذاب، و أول من شهد علیه بالکذب أبوحنیفة “ .

جابر جعفي کذاب دی او تر ټولو  دمخه دده په دروغجن کیدو امام ابوحنیفه شهادت کړی.

(انجاء الوطن، صــ: ۳۱)

اووم: ابو سلیمان جوزجاني فرمایي:

« سمعت حماد بن زید یقول: ما عرفنا کنیة عمرو بن دینار إلا بأبی حنیفة، کنّا فی المسجد الحرام و أبوحنیفة مع عمرو بن دینار، فقلنا له: یا أباحنیفة!

کلّمه یحدّثنا، فقال: یا أبامحمّد! حدّثهم و لم یقل یا عمرو! » .

ما له حماد بن زید څخه واوریدل چې وېي ویل :

زه د امام ابو حنیفه په وسیله باندې د عمر بن دینار په کنیه باندې وپوهیدلم، یوه ورځ په مسجدالحرام کې وو او امام له عمرو بن دینار سره هم و ، امام ابو حنیفه ته مې وویل:  عمرو ته ووایه چې مونږ ته حدیث بیان کړي، امام اعظم عمرو بن دینار ته وویل :

ای ابو محمّد! دوي لپاره حدیث بیان کړه او وېي نه ویل  یاعمرو! (الجواهر المضیئة: 1/ 31).

د امام حماد بن زید علمي شخصیت د اهل علمو نه پټ نه دی، د ده له روایاتو څخه د احاديثو کتابونه ډک دي . دداسې يو کس قول چې وایي مونږ د عمروبن دینار کنیه د امام اعظم په وسیله زده کړه او دا د امام اعظم رحمه الله د احادیثو د رجالو پر پیژندنه باندې دلالت کوي او بل مطلب چې له دغې واقعې څخه درک کیږي هغه دخلکو او د سترو محدثينو په نیزد د امام اعظم رحمه الله مقام دی چې د احاديثو د بزرګانو څخه د احادیثو د اوریدلو لپاره ده ته متوسل کیږي .

همدا شان امام فرمایلي دي:

«قاتل الله جهم بن صفوان و مقاتل بن سلیمان، هذا أفرط فی النفی، و هذا أفرط فی التّشبیه».

( الجواهر المضیئة 1 /31)

او حافظ په (تهذیب التهذیب: 10 / 281) کې را نقل کوي : « قال إسحاق بن إبراهیم: قال أبوحنیفة: أتانا من المشرق رأیان خبیثان، جهم معطل، و مقاتل مشبه»، وقال محمّد بن سماعة عن أبی یوسف عن أبی حنیفة: أفرط جهم فی النّفی، حتّی قال: إنّه لیس بشئ، و أفرط مقاتل فی الإثبات، حتی جعل الله تعالی مثل خلقه».

اتم: امام أبوحیّان أندلسي فرمایي :

« و قال الثوری، و أبوحنیفة و یحیی بن آدم:

غلب حمزة النّاس علی القرآن و الفرائض».

(البحر المحیط: 3/ 159).

د پورته ذکر شوو عباراتو په رڼا کې دا خبره واضح شوه چې د امام صاحب اقوال د جرح او تعدیل په باب کې په اعلی سطحه معتبر دي، همدارنګه د رجالو په کتابونو لکه:

(تهذیب الکمال) د امام مزي ، (تهذیب التهذیب) د امام ذهبي ، (تذهیب التهذیب) د حافظ ابن حجر او داسې نورو… د جرح او تعدیل کتابونو کې د امام صاحب متعلق مزید اقوال لیدلی شئ!

او لکه څنګه چې امام صاحب د رجالو له پیژندونکو څخه دی ، نو ځکه محدثینو د ده په قول اعتماد کړی، او دده دثقاهت او عدالت له کبله یي قول د ذکر قابل ګڼلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د