ورزش

بنګلديش د ۱۹ کلنو نړيوال جام اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بنګلديش کرېکټ ۱۹ کلنو نړيوال جام لوبډلې هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو په لومړي وار د نړيوال جام اتلولي وګټله.

بنګلديش ۱۹ کلنه لوبډله وتوانېدله هند ته د ۳ ويکټو په توپير ماتې ورکولو سره د نولس کلنو نړيوال جام په خپل نوم کړ.

د بنګلديش نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو لخوا په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه، چې له جيسوال پرته هيڅ هندي لوبغاړي د پام وړ توپ وهنه ترسره نه کړه. جيسوال ۸۸ منډې جوړې کړې.

دوی لومړی توپ وهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو بنګلديش ته ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې بنګلديش له ښه پېل وروسته له ستونزو سره مخ شوه، خو پرويز حسين امو او اکبر علي ښه وځليدل او هند لوبډلې ته يې د ۳ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

دا لومړی وار دی چې بنګلديش د کرېکټ نړيوالې شورا اړوند جام ګټي.

بايد وويل شي چې د نورو لوبډلو په ګډون د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې هم په ياد جام کې ګډون درلود، دوی په کواټر فاينل کې له پاکستان څخه ماتې ومنله او نړيوال جام يې په اووم مقام پای ته ورسوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x