افغانستان

شاهین: ملا برادر اخند د خلیلزاد سره «د مذاکراتو پر نتایجو او بعدي اقداماتو» غږیدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند په یوه نوي ټویټ کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د خلیلزاد او ملا برادر اخند تر منځ د ملاقات خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې په دغه ناسته کې د «مذاکراتو د نتایجو او بعدي اقداماتو په اړه» پر مهمو ټکو خبرې شوي دي.

د طالبانو سرچینو نن ټکی اسیا ته څو ورځې وړاندي ویلي وه چې امریکايي لوري ته یې د تاوتریخوالي کمولو او اړوندو موضوعاتو په اړه خپل طرحې ورکړي او هغوی هم باندي قانع شوي دي خو د امریکایانو له لوري د لا زیاتو مشورو لپاره وخت غوښتل شوی وو.

پاکستان او افغانستان ته تر سفر وروسته د خلیلزاد او طالبانو تر منځ دا لومړی مهم ملاقات وو چې د قطر بهرنیو چارو وزیر په شتون کې تر سره شو او داسي ګمان کیږي چې خلیلزاد به د طالبانو پیشنهادونو ته مثبت ځواب راوړی وي.

باید وویل شي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د ټرمپ د ټویټ وروسته پيل شوي مذاکرات په دې اړه وه چې طالبان باید اوربند او یا هم د جګړې شدت را کم کړي، چې طالبانو تر سلا مشورې وروسته د جګړې پر شدت را کمولو موافقه وکړه، خو د راپورونو سره سم د خلیلزاد ټیم بیا هم د اوربند پر موضوع ټینګار کاوه او داسي ښکارېده چې یو ځل بیا مذاکرات د خنډونو سره مخ نشي.

د وروستیو مذاکراتو په اړه د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې مذاکرات پر هغې مسودې نه دي روان چې دوی مخکې موافقه باندي کړې او منځګړي هیواد قطر ته یې سپارلې، بلکې وروستي مذاکرات پر دې وه چې څرنګه د توافقنامې د لاسلیک لپاره فضا برابره او زمینه سازي وشي.

که څه هم د خلیلزاد ټیم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د کتونکو په باور د ټرمپ په وروستۍ کلنۍ وینا کې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پر موضوع باندي ټینګار پر دې دلالت کوي چې امریکا نور پریکړه کړې او د طالبانو سره د ځواکونو پر ایستلو د توافقنامې لاسلیک ته حاضر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د امریکایانو په وتلو کی هیڅ شک نشته.معامله شوی ده.د چا په ګټه؟ او یا د چا په نقصان؟
خو چه ۱۹۹۲ د مجاهدین تاریخ تکرار نشی،کابل کنډولی او ولس تر تیغ تیر نه شی،او خلک چه بیا ونه وایی چه،
والله همو امریکایی ها خوب بود.
طالیب چارواکی د اینده فجایع،شر ،فساد ،چورچپاول،قتل ته هیڅ کومه برنامه نه لری،
پولیس او ملی اردو هم منحل کول غواړی.
الله ج د خیر کوی،

حقمل

ته دجرمني لګيا يي راسه راتلونکي ته ته برنامه جوړه کړه

غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…حقمل صاحب سلامونه. داسی خلک زماڅخه علاوه شته چه راتلونکی سلو کالو .پلانونه،برنامه به درته طرح او په کار واچوی. دینی کارونو کی به له طالیبانو،او ملایانو څخه زیات ماهر وی، ساینس تیکنالوژی به یی رشته وی.او فعلا جرمنی ټاپ شرکتونو لکه ،بوس،زیمنس .کی برحاله له ۷ زروایرو څخه زیات معاشونه تر لاسه کوی . تر اوسه په طمعه دی چه یوه ورځ به د افغانستان خپلی خاوری خدمت ته ور دانګوو، خو د فاسد دولت له خوا ورته موقع نه د برابره، راتلونکی کی که چیری طالیبان واک ته ورسیدل ،نو طالیبان په ساینس او… نور لوستل »

Adam Khan

Sallam Shaheen Saib
.. Be careful, you guys might skid away
You may lose control and may not recover forever.

Shaheen should be a Shaheen, clever, smart, with a full view and with full strength to strike and hit the target of the discussions, make a sound decision, and achieve the goal.

مجاهد

هو، دا ښه نظر دی چه خلک یی په اړه اندیښنه ولری. چه [[ که امریکایان وځی باید د ۱۹۹۲ د وتلو په شان غیر مسؤولانه ونه وځی ]] هغه وخت هم طالب مجاهدینو هغهخالیګاه ډکه کړه جنګ سالاران او د نورو غلامان یی پسی واخستل څو نوی سلنه خاوره یی د یو الهی نظام تر قیادت لاندی راوستله. روسانو، امریکایانو او اروبایانو یی په ضد هر ډول مالی بندیزونه او زهرجن تبلیغات کول پوره ګټه یی ورته ونه کړه تر دی چه زمونږ هیواد یی مستقیم اشغال کړو. طالب مجاهدینو بیا خپل همت نه بایلود په تشو لاسو د… نور لوستل »

اجمل

پدی کی خو هیڅ شک نشته چی طالبان له امریکایانو سره په توافق رسیدلی. ځکه چی طالبانو دا روستی د ننګرهار هم په خپله غاړه وانخسته چیری چی په لسګونو امریکایان مړه او زخمیان شول. له بلی خوا د طالبانو تیره غونډه له شمالی ټلوالی سره په مسکو کی دا په ډاکه کوی چی طالبان له هغوی سره چی د زرګونو طالبانو په وینو یی لاسونه سره دی تیار دی چی په حکومت کی ګډون وکړی خو یواځنی کس چی د پنجاب له نظره بد دی هغه غنی دی چی طالبان یی باید په هیڅ صورت و نځغمی او ورسره… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x