د کندهار خورکۍ ته/ جابر کندهاری

جابر کندهاری

زر پګړۍ که خورې له يوه پړوني ځارنه شي

داد زمرو کور به کندهار بيا کندهار نه شي

ستاسي له سرونو نه شالونه زموږ پرسر راکئ

موږته به بياپاته په شمله کې افتخارنه شي

زماملالې خورې ستاله دې ټپې دې ځارشمه

مخ نه لوڅوم تر څو مرمۍ  پرما ګوزار نه شي

خوښې دي ارواوې دنازو اوزرغونې کړلې

زموږ د سر ټيکرى دې لورې ستا له حياخوار نه شي

ګرځي پر ميدان غازى ايوب اوس به دې وګټي

مه ژاړه ملالې ستا له غچه به قرار نه شي

څنګه به په ګور کى لوي ملاصاحب ارام وکړي

بيابه د منصور وجود هم پاتې پر مزارنه شي

ستا د فرياد ږغ ته که سرونه نذرانه نه کړو

موږ ته به راپاتې بيا قيام دسنګيسارنه شي

ستاږغ ته لبيک پرشرق وغرب جنوب شمال وسو

غيږه د راحت به و فرنګ ته ننګرهار نه شي

خوار او نيمه خوا دي شي چي ستاپه پت لوګى نه شي

لولپه منصورغوندي جابر که په انګار نه شي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د