افغانستان

کرزی: امریکا د افغانانو د یووالي د له منځه وړلو ګڼې هڅې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د امریکا د ولسمشر پخواني مرستیال «جوبایډن» وویل، افغانستان کله هم یو موټۍ او متحد هیواد کېدای نشي؛ دې څرګندونو ته د ارګ د ځیني چارواکو په ګډون ګڼ شمېر کسانو غبرګونونه ښودلي.

د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د جوبايډن څرګندونې له واقعیتونو لرې او غیر مسئولانه بلل شوې او تر څنګ یې یاده شوې « داسې نښې او شواهد شته، چې ښيي امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په مهال د افغانانو د یووالي د له منځه وړلو او تضعیف ګڼې هڅې کړې.»

د کرزي په خبره، افغانستان یو لرغونۍ هیواد، چې له افتخار ډک تاریخ لري او  همېشه د بهرنیانو د دسیسو په وړاندې د یو واحد ملت په توګه درېدلی او ستر قوتونه یې له ماتې سره مخ کړي.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې د امریکا د ډیموکراټ ګوند نوماند «جوبایډن» په یوه ناسته کې ویلي وو، چې افغانستان کله هم یو متحد هیواد کېدای نشي او باید هلته د ملت جوړونې نظریې ته نور کار ونشي.

د جوبايډن په قول، په افغانستان کې یوازې د تروریزم ضد مبارزه په کار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

کرزی صاحب اول اصلاخات از خود شروع کند۰ اګر شما به وخدت افغانها عقیده دارید۰چرا در جریان پنج سال یک حکومت موازی همراه داکتر صاحب اشرف غنی به راه انداختی۰ پروژهها و کارهای اشرف غنی قابل قدر است۰ بد بختانه همراه خاینین /رشوت خوران و اجیران بیګانه یک جا بر ضد حکومت قانونی اشرف غنی سبوتاژ میکنی۰ختی در لوییه جرګه اشتراک نه نمودی۰ این حرکات خود رابرای وخدت ملی افغانستان چه نام تعیین میکنی۰بخاطریکه حودت رفیق ایران و عبدالله هستی جواب را به فارسی نوشتم۰ بیانیه شما در حیات هوتل نیویارک که از طرف شورای نظار ترتیب شده بود بیاد… نور لوستل »

مجاهد

نوم دی کاموال یعنی له ننګرهار یاست، تر اوسه دی د بارنیانو له خاطره اکثره تبصره په انګریزی لیکلی او اوس دی په فارسی لیکلی پشتو کی دی څه تاوان لیدلی که پشتو او پشتونولی دی هیره کړی یا پری شرمیږی . په هر صورت، د غلام کرزی په ځای له غلام غنی پلوه یاست ځکه چه د امریکایانو د قذرت په ګډی ناست یاست څه ګټه به تری ترلاسه کړی. د لویو پروژو په اړه : د لوی پروژو هغه لمړی ورځ چه کوم رنګه مزی سره و شړوی او بس لکه له غنی چه یی د نړی دوهم… نور لوستل »

کندهاری

د جوبایډن د دغو خبرو په اړه کرزي او نورو غبرګون ښوونکو ته لږ حيا په کار ده. دغومره چي چي همدغه کرزي او د پردو نورو چوپړيانو د پردو غليمانو په همږغي زموږ د ګران هيواد او زموږ د پټمنو خلکو د يووالي د مزي د شلولو لپاره مذبوحانه او شوم کار کړی دی رښتيا يې هم په نوره نړۍ کي ساری نه ليدل کيږي. دوی د جوبايډن په ځواب کي رنګسايي کوي او درواغ وايي. همدغو د امريکې مريانو نه داچي زموږ خلک سره بې اتفاقه کړي دي، بلکي ګران هيواد ته يې د مرګ ژوبلو ، ناخوالو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x