نړۍ

مصر: سينا سيمه کې اته مصري پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د مصر دفاع وزارت وايي، سينا سيمه کې د پوځ پر مرکز برید کې پنځه عسکر وژل شوي، خو نورو امنيتي سرچينو د اتو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د مصر د د فاع وزارت وياند په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د وسله والو په برید کې پنځه پوځيان وژل شوي او د عسکرو په ځوابي برید کې يې د لسو بریدګرو د وژلو ادعا کړې ده.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی او نه هم حکومتي چارواکو د پېښې مسؤوليت پر کومې ځانګړې ډلې اچولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x