نړۍ

نتنياهو: ډېری عربي او اسلامي دولتونه له اسرائيلو سره د نږدې کېدو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، ډېری عربي او اسلامي دولتونه له دوی سره د نږدې کېدو هڅه کوي.

نتنياهو زياته کړې، د سوډان انتقالي حکومت له پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره له ليدو وروسته يې نوی تاريخ جوړ کړ او د ۱۹۶۷ جګړې له ناکامۍ وروسته يې په سوډان کې د عرب ليګ غونډې یادونه کړې ده.

نوموړي تېره دوشنبه د افريقا په اوګنډا هېواد کې د سوډان حکومت له پوځي مشر جنرال برهان سره رسمي ليده کاته کړي او په ۱۹۵۶ کال کې د سوډان له خپلواکۍ راهيسې دا لومړی ځل دی، چې سوډاني او اسرائيلي چارواکي مخامخ رسمي ليده سره کوي.

د سوډان د انتقالي دولت مشر عبدالفتاح البرهان له نتنياهو سره له خپلې ليدنې ملاتړ کړی او وايي، چې دا ناسته يې د سوډان د سترو ګټو لپاره ترسره کړې ده.

جنرال برهان زياته کړې، چې اسرائيلي صدر اعظم سره د ليدو سربېره د فلسطين په اړه د سوډان دريځ کې بدلون نه دی راغلی.

د اسرائيلو لومړي وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يوه لور ته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختيځ سولې په اړه خپله طرحه اعلان کړې او بل لور ته د سعودي او متحده عربي اماراتو سربېره بحرين، عمان، مصر او يو شمېر نور عربي دولتونه له اسرائيلو سره په نږدې کېدو دي او د ټرمپ د دې طرحې رسمي او غیر رسمي ملاتړ يې کړی دی، خو فلسطيني چارواکو او سياسي ډلو د ټرمپ طرحه رد کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x