روغتیانړۍ

چين: د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له ۹۰۰ زيات شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په چين کې د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۹۰۸ ته رسېدلی او تېره ورځ د ياد ويروس له امله تر ټولو خونړۍ وه.

يوازې تېره ورځ په چين کې د کرونا ويروس له امله ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ټول چين کې د کرونا ويروس له امله له څلوېښت زرو زيات کسان اغېزمن شوي او يو لک ۸۷ زره کسان تر پلټنو لاندې دي، چې دوی ته خو به دا ويروس نه وي رسېدلی.

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس د څېړنو او چين سره د مرستې لپاره خپل پلاوی پلازمېنې بيجينګ ته لېږلی دی.

د چين حکومت وايي، تر اوسه ۳۲۸۱ کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.

د چين د نوي قمري کال د رخصتيو د پوره کېدو سربېره د چين حکومت د تېرې جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته د مامورين رخصتي تمديد کړه او نن دوشنبه دولتي ادارو خپل رسميت پيل کړ، خو لا هم د ډېرو ادارو مامورين خپلو دندو ته نه دي ګرځېدلي.

په ۲۰۰۳ کال کې هم چين کې د سارس وبا ګډه شوې وه، هغه مهال د يادې وبا له امله ۷۷۲ تنه مړه شوي وو، خو د کرونا ويروس قربانيانو شمېر د سارس ناروغۍ تر قربانيانو اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x