
حکومت: د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې عملي طرحه اړینه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په منځګریتوب مهمې خبرې کړې او د مذاکراتو د پایلو او «بعدي» اقداماتو په اړه ورسره غږېدلي؛ کابل حکومت د اوربند او یا تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې د عملي طرحې شتون اړین بللی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیه انوري» له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي «د سولې په خبرو اترو کې د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند د ټینګښت لپاره یوه عملي طرحه اړېنه ده او خلیلزاد هڅه کوي چې دا عملي او جامع طرحه ولري.»
که څه هم حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې څنډې ته ساتل شوی وي؛ خو د ارګ د ویاند مرستیال «دوا خان مینه پال» بیا وايي، که چېرې په خبرو کې کوم پرمختګ راځي افغان حکومت به په رسمي ډول په جریان کې اچول کېږي.
حکومت داسې مهال د اوربند او یا تاوتریخوالي د کمښت لپاره عملي طرحه اړینه بولي، چې په قطر کې طالب او امریکايي استازو تېره ورځ د «مذاکراتو د پایلې» او «بعدي اقداماتو» په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب اړینه ناسته ترسره کړې.
یاده دې وي، تر دې وړاندې داسې اندېښنې وې، چې ښودله یې په دوحه کې د طالبانو او امریکا مذاکرات ټکني شوي.
طالبانو د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو پړه په کابل حکومت او امریکایانو اچوله او د امریکا نوې غوښتنې یې د سولې د توافق د لاسلیک په وړاندې خنډ بللې.