
کورنیو چارو وزارت خپل چارواکي او منسوبین له رسنیو سره له خبرو منع کړل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د اطلاعاتو له پاشل کېدو څخه د مخنیوي او د وظیفوي رازونو د ساتنې په موخه یې له اطلاعاتي برخې پرته خپل ټول منسوبین د رسنیو په وړاندې د نظر له څرګندولو راګرځولي.
له کورنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت هیڅ منسوب له مطبوعاتو سره د مرکې او په ټولنیزو رسنیو کې د رسمي نظر د څرګندولو حق نه لري.
په خبرپاڼه کې د اطلاعاتو د خپرونې اړوند ټول مسئولیت د ستراتيژیکو اړیکو ریاست ته ور له غاړې شوی او امر شوی، چې د اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې همغږي رامنځته کړي.
د خبرپاڼې په بنسټ، که چېرې کوم مقام ته د نظر څرګندولو اړتیا پېښه شي د وزارت له اجازې وروسته نظر ورکولای شي.