غزل؛ مجيب دينارخيل

مجيب دينارخيل

پرهر پرهر ژوندون ته به ټکـور پـۀ کې پیدا شي
د زړۀ کوڅې دې ګورمه کۀ کور پۀ کې پیدا شي

چې عشق یې لۀ هرې ښې نه وباسي شاعر شي
چې پاڼې کله وچې شي نو شور پۀ کې پیدا شي

همدا چې ستا د سترګو د نظر ګوتې پرې حس شي
د زړۀ ربــاب مې وتـرنګـېږي سور پۀ کې پیدا شي

کـۀ لنګـې شي زر وارې عـربي مورګـانـې ورځ کې
ولا کـه خـو القـدسه ستا غمخور پۀ کې پیدا شي

چـې بحـث کـلـه وکـړم ستـا د حـسن پۀ رنګـونو
خـبرې مې بیـا شعـر شي او زور پۀ کې پیدا شي

تۀ واوره دینارخېله د دې خوب تعبیر به څۀ وي؟
یو تکه شین منظر وي خو سور اور پۀ کې پیدا شي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د