ټولنیزه برخه

رهبري (Leadership) څه ته وایي؟

احسان الله سعد

که په ساده ژبه ووایو رهبري یعني په نورو باندې تاثیر اچول، د نورو په زړونو نفوذ درلودل او هغه خپلول؛ خو خلک د رهبري په هکله بیلا بیل نظریات لري ځینې وایي د یو خاص کار د سرته رسولو لپاره د نورو رهنمایي ته وایي، ځینې بیا وایي خپل ټیم ته داسې انګېزه ورکول تر څو کار په ښه ډول سرته ورسوي، د ویسټر ډیکشنري لیډرشیپ داسې را پېژني نورو ته د لارښونې وړتیا او قدرت ته وایي.

د لیډرشیپ مشهور عالم نارت هاوس لیډرشیپ داسې تعرفوي: رهبري یا لیډرشیپ یوه پروسه ده چې په هغه کې یو شخص د ځانګړو اهدافو د تر لاسه کولو په موخه یو ډله خلک تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

د مدیریت او رهبري یو بل مشهور عالم ګریفن وایي: رهبري هغه قدرت ته وایي، چې بدون له اجبار څخه د ټیم د غړو فعالیتونه همغږي کوي

که څه هم تعریفونه بیلابیل دي؛ خو مفهوم یې یو دی، رهبران یعني هغه څوک چې پدې پوهېږي چې څرنګه اهدافو ته ورسېږي او څرنګه هدف ته په تلونکې لاره د خپل ټیم غړي تشویق کړي.

حضرت محمد ﷺ په یو حدیث شریف وایي: خبردار! هر یو له تاسې څخه شپونکی دی او د هر شپونکي نه به د هغه د رعیت پوښتنه کېږي، نو له دې څخه معلومېږي چې د اسلامي ټولنې هر فرد په یو ډول نه یو ډول رسمي یا غیر رسمي رهبر ده.

د رهبري اهمیت: د رهبري د اهمیت په اړه د جانسي مکسویل وایي: د ناکامۍ هر علت مې چې څیړلی دی سرچېنه یې بیا هم رهبرۍ ته رسېږي. دا مهمه نه ده چې د لسو نفرو رهبر وي او که د هیواد په سطحه، نو معلومه شوه چې بې غیر له رهبرۍ او رهبر  څخه زیات مشکېلات په کورنی، ټولنه، سازمان او یا هم هیواد کې را منځ ته کېږي.

رهبري کسبي ده که ذاتي؟ پخوا به داسې ویل کېدل چې رهبري ذاتي ده یعني  ځینې کسان نړۍ ته رهبران راځي او ځینې نشي کیدلای رهبران ؛ خو اوس څېړنو ثابته کړې چې د زده کړې او تمرین په وسېله هم کېدای شي یو څوک رهبر شي او یا د رهبري مهارتونو ته پراختیا ورکړي.

د رهبري ډولونه: رهبري په عمومي توګه په دوه ډوله ده، چې یو ته یې رسمي اوبل ته یې غیر رسمي رهبري وایي. کله چې یو څوک د اداري چوکاټ په داخل کې د یو سلسه اصولو له مخې د رهبر رول لوبوي نو رسمي رهبري ورته ویل کېږي چې عموماً  وزارت، ریاست، مدیریت او سیاسي احزابو د رهبریو لپاره په کار وړل کېږي او دلته تر لاس لاندې وګړو ته مادون وایي. غیر رسمي رهبري کله چې یو چا ته رهبري د اداري جوړښت پرته ورکول کېږي لکه مذهبي او قومي مشران په دې صورت کې تر لاس لاندې وګړو ته پیروان ويل کېږي.

د رهبر ځینې ځانګړنې: یو رهبر باید بیلابیلې ځنګړتیاوې ولري لکه: امانتداري، شفافیت، نوښت، صبر، هڅونه، جذابیت، سخاوت او داسې نور.  ډاکتر ځلاند په خپل کتاب (لیډرشپ) کې د رهبري د ځینې ځانګړنو یادونه کړې ده، چې په لاندې توګه دي:

ولوله: لیډر باید د خپل کار سره مینه، شوق او جذبه ولري. هغه ته لیډر نشو ویلای چې د خپل کار سره علاقه ونلري.

ریښتینولي: دا هغه ځانګړنه ده چې په تاسې د خلکو باور پیدا کوي او بارو بیا د ټولو انساني اړیکو د رامینځ ته کېدو سبب کېږي. د لته له ریښتینولي څخه مطلب ښه والی او حقیقي والی دی.

غښتلتیا: لیډران عموماً له خلکو نه ډېر توقعات لرونکي وي، د خلکو په کارونو کې ناراحته وي، ځکه د دوی کاري معیارونه ډېر لوړ وي. رهبران ژر نه تسلېمدونکي او بدلون منونکي وي. لیډر باید د احترام وړ کس وي دا مهمه نده چې هغه څومره شهرت لري او یا نه.

مناسبوالی: اغېزمن لیډران د ټیم له غړو سره په جلا جلا توګه ګوري؛ خو ډېر پام دې ته کوي چې تناسب وساتي او هڅه کوي چې له تبعیض څخه ځان وساتي.

عاجزي: دا د بهترینو رهبرانو په ځانګړنو کې راځي. د عاجزي ضد کبر دی. ښایي هېڅوک ونه غواړي چې د کبرجن  او متکبر لیډر سره کار وکړي. د ښه لیډر لویه ځانګړنه دا وي چې د نورو خبرو ته په صادقانه ډول غوږ ږدي او خپله عاجزي څرګندوي. ځینې ته کېدای شي دا پوښتنه پیدا شي چې اډولف هټلر خو یو مغرور انسان و، نو ایا هغه لیډر نه و؟ خو د ښو لیډرانو او د لیډران د ښو لپاره یو ښکاره توپیر موجود دی. په ځینې مواردو کې هغه وو او په ځینو مواردو کې هغه لیډر نه و، خو دا خبره ښکاره ده چې هغه د ښو کارونو لپاره لیډر نه و.

باور: باور حتمي دی. خلک ستا په باور پسې سترګې اړوي؛ مګر داسې نه چې په ځان بارو مو تر اړینې کچې ډېر شي یا مو د غرور او کبر سبب وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

زما په اند عالمان يوازی د دين پوهانو ته ويل کيږی .
دا چی الله سبحن تعالی وايی چی زما څخه عالمان بيريږی هغه نارت هاوس او ګريفن نه يادوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x