افغانستان

امریکا د افغانستان د جګړې لپاره ځانګړې شوې بودیجه په بې ساري ډول کمه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په جګړه کې د خپلو لګښتونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه د تېرو اتلسو کلونو په پرتله تر ټولو ټيټې کچې ته را کمه کړې.

له امریکا څخه د خپرېدونکې «ملټري ټایمز» ورځپاڼې د راپور په حواله، د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري، په ۲۰۲۱ مالي کال کې په افغانستان کې په خپل ماموریت ۱۴ میلیارده ډالر ولګوي، چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله درې میلیارده او د ۲۰۱۱ کال په پرتله سل میلیارده ډالر کموالی ښيي.

د رسمي شمېرو له مخې، امریکا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۷ میلیارده ډالر لګولي وو او په ۲۰۱۱ کې بیا د اشمېره ۱۱۴ میلیارده ډالرو ته رسېده.

ویل کېږي، دغه ګام په افغانستان کې د عسکرو د شمېر د کموالي په بهانه اخستل شوی.

د امریکا دفاع وزیر «مارک اسپر» ویلي، دوی غواړي له طالبانو سره د هوکړې په اساس او یا هم پرته له هوکړې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر را کم کړي او له ۱۳۰۰۰ څخه یې ۸۶۰۰ ته راورسوي.

امریکا داسې مهال، د افغانستان جګړې ته ځانګړې شوې بودیجه په بې ساري ډول کموي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات روان دي او دواړه لوري یوه داسې توافق ته د رسېدو په هڅه کې دي، چې له مخې به یې بهرني ځواکونه په یوه مشخص وخت کې افغانستان پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x